د بر دیر د صاحبآباد بازار د لرګیو د دودیز هنر یو مهم مرکز دی، چې پکې ماهر ترکاڼان د غوز، توت او نورو لرګیو څخه په لاس ښکلی او پایداره فرنیچر جوړوي. دا هنر له نسلونو راهیسې ژوندی پاتې دی او د سیمې جوړ شوي کټونه او نور فرنیچر د هېواد بېلابېلو سیمو ته لېږدول کېږي. شال نیوز په دې ځانګړي راپور کې د هغو هنرمندانو کیسه وړاندې کوي چې د خپلو لاسونو په هنر لرګي ته نوی ژوند وربښي. راپور: جاوېد ملنګ


جاوید ملنګ