د خېبر پښتونخوا اعلا وزیر سهیل افریدي د سوات د سیدو شریف روغتون دوره وکړه او د کبل پولیس سټېشن په ځانمرګي برید کې د ټپیانو پوښتنه یې وکړه.

 

د اګست په دریمه وروسته له هغې رسنیو سره په خبرو کې سهیل افریدي وویل، په خېبر پښتونخوا کې به بیا ترهګري په هېڅ صورت ونه منل شي او حکومت به په هر قیمت امن ټینګ کړي.

 

هغه وویل، په ملاکنډ ډویژن کې ترهګري د وفاقي حکومت د ناسمو تګلارو پایله ده او د سرحدونو د ساتنې مسؤل کسان خپل رول په اغېزمن ډول نه ترسره کوي.

 

اعلا وزیر وویل، امن د حکومت لومړیتوب دی او خلک باید د پولیسو ترڅنګ ودرېږي. د هغه په وینا، که نن سوات اغېزمن دی، سبا بونېر هم د دې له اغېزو خوندي نه دی.

 

سهیل افریدي وویل، حکومت به په خېبر پښتونخوا کې نوره ترهګري ونه زغمي او د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره به لا سختې تګلارې خپلې کړي. هغه زیاته کړه چې له امن پرته پرمختګ ناشونی دی او پولیسو د امن لپاره بې سارې قربانۍ ورکړې دي، ځکه حکومت به پولیس لا پیاوړي کړي. د هغه په وینا، د امن په ټینګښت کې پولیس او د ترهګرۍ ضد اداره (سي ټي ډي) مهم رول لري.

 

اعلا وزیر پر وفاقي حکومت هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې د “فارم ۴۷ حکومت” د حکومتولۍ واک نه لري او هغه کسان چې سیاست یې کار نه دی، په سیاسي چارو کې لاسوهنه کوي. هغه وویل، که پرېکړې په تړلو خونو کې کېږي، نو د خلکو غبرګون او بغاوت به رامنځته شي.

 

بل لور ته د خېبر پښتونخوا د پولیسو مشر ای جي ذوالفقار حمید وویل، د کبل پولیس سټېشن د ځانمرګي برید د پلټنو لپاره به ګډه پلټونکې ډله (جی ايي ټي ) جوړه شي.

 

هغه وویل، د برید احتمال مخکې موجود و او له همدې امله سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو. د هغه په وینا، پولیسو ځانمرګی بریدګر د پولیس سټېشن په اصلي دروازه کې ودرولو او هماغلته چاودنه وشوه.

 

اي جي وویل، د ځانمرګي بریدګر پېژندنه شوې او پلټنې روانې دي. هغه زیاته کړه چې په صوبه کې د یو بل ځانمرګي بریدګر د موجودیت اطلاعات هم شته. نوموړي له خلکو وغوښتل چې امنیتي تدابیر په پام کې ونیسي او له بې ضرورته ګڼې ګوڼې ډډه وکړي.

 

ذوالفقار حمید وویل، وژل شويو پولیسو کورنو ته به د شهید پیکج ورکول کېږي، پولیسو ته عصري وسلې ورکړل شوې او د هغوی د وړتیاوو د لا لوړولو لپاره به نور ګامونه هم پورته شي. هغه وویل، امنیتي ځواکونه د ترهګرو تعقیب کوي او اجازه به ورنه کړي چې بیا منظم شي.