ایران، افغانستان او تاجکستان د سړک له لارې د سوداګریزو مالونو د لېږد رالېږد لپاره د درې اړخیزې ترانزیتي لارې د عملي کولو هوکړه لاسلیک کړې ده. د دې لارې له مخې به د ایران او تاجکستان ترمنځ مالونه د افغانستان له خاورې تېرېږي.

 

دا هوکړه د جولای په ۱۴ او ۱۵مه د ایران په مشهد ښار کې د درې واړو هېوادونو د ټرانسپورټ چارواکو تر خبرو وروسته شوې ده. په غونډه کې د پولې هاخوا بار وړل، ګمرکي چارې، د سرحدي تګ راتګ همغږي او د سوداګرۍ د پراخولو لارې چارې څېړل شوې دي.

 

د هوکړې سند د تاجکستان د ټرانسپورټ مرستیالې شوایسته سعیدمرادزادې، د ایران د سړک ساتنې او بار وړلو ادارې مشر رضا اکبري، او د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت استازي یارمحمد رمضان لاسلیک کړی دی.

 

چارواکي وايي، په راتلونکو اوونیو کې به پر دې لاره د مالونو لومړنی ازمایښتي سفر وشي. په دې سفر کې به د درې واړو هېوادونو لارۍ برخه اخلي او د ګمرک، سرحدي پلټنې، اسنادو او د اړوندو ادارو د همغږۍ عملي ازموینه به کېږي.

 

درې واړو غاړو د دې لارې د چارو لپاره دایمي ګډ کاري ګروپ هم جوړ کړی دی. دا ډله به د لارې د عملي کېدو بهیر څاري، خنډونه په ګوته کوي او د هواري سپارښتنې به وړاندې کوي.

 

هوکړه کې د سرحدي اسانتیاوو ښه کول، پر پولو د لاریو د انتظار وخت کمول، د ډرایورانو د اسنادو او ویزو بهیر اسانه کول او د ټرانسپورټ لپاره د ګډ بیمې نظام جوړول هم شامل دي.

 

د ایران چارواکو ویلي، د دې لارې له امله به د سیمې د ترانزیت لارې زیاتې شي او د بار وړلو لګښتونه کمېدلی شي, خو د دې اقتصادي ګټې او د مالونو د حجم په اړه لا کومه شمېره نه ده اعلان شوې.

 

د نورو منځنۍ اسیايي هېوادونو او چین تر لوري د دې لارې د پراخولو امکان هم د خبرو برخه و. ټاکل شوې د درې واړو هېوادونو راتلونکې غونډه د اکتوبر په وروستیو یا د نومبر په پیل کې په کابل کې وشي. په دغه غونډه کې به د ازمایښتي سفر پایلې او د اوږدمهاله ګډې تګلارې مسوده وڅېړل شي.