د کابل په لوېدیځ کې د امید سبز، چې د حاجي نبي په ښارګوټي هم پېژندل کېږي، د کورونو او دوکانونو د خالي کولو راپورونه خپاره شوي؛ خو د طالبانو تر واک لاندې د عدلیې وزارت تر اوسه په دې اړه کومه تازه او جلا رسمي خبرپاڼه نه ده خپره کړې.
د عدلیې وزارت د اپرېل په ۲۶مه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي وو چې د کابل د شپږمې او دیارلسمې ناحیې اړوند د امید سبز ښارګوټي ۱۵۰۷ اعشاریه ۴۹ جریبه ځمکه د ځانګړې عدالت د فیصلې له مخې امارتي ملکیت بلل شوې ده.
د وزارت په وینا، عدالت د ځمکې د متصرفینو اسناد، د ملکیت دفترونه او د اړوندو ادارو معلومات کتلي وو. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ټوله ځمکه په پنځو کادسټري ټوټو کې د دولت په نوم ثبت او سروې شوې وه او کوم شخص یا ادارې ته نه وه انتقال شوې.
د ځمکو د غصب د مخنیوي او بېرته ترلاسه کولو کمېسیون تر ارزونې وروسته دا دوسیه ځانګړې عدالت ته لېږلې وه. د عدالت له فیصلې وروسته، کمېسیون ته د قانوني بهیر د عملي کولو او د ځمکې د بېرته ترلاسه کولو دنده سپارل شوې ده.
بلخوا، ځینو رسنیو د ځايي سرچینو په حواله ویلي چې اوسېدونکو ته تر راتلونکې پنجشنبې د کورونو او دوکانونو د خالي کولو ویلي شوي دي. خو دا ادعا د عدلیې وزارت له خوا په رسمي ډول نه ده تایید شوې.
د ښارګوټي یو شمېر اوسېدونکو مخکې ویلي وو چې دوی کورونه په پیسو اخیستي او د خپل شخصي ملکیت د اسنادو، تاوان او راتلونکي په اړه روښانه قانوني پرېکړه غواړي.
په پخوانۍ رسمي فیصله کې د اوسېدونکو د ایستلو نېټه، د تاوان څرنګوالی او یا د شخصي کورونو د مالکیت د دعوو د حل تفصیلي لاره نه ده څرګنده شوې.


شال نیوز