په چمن ښار کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له خوا د امن او امان، د برېښنا د لوډشیډنګ، د پولې د بندېدو او د بې روزګارۍ د زیاتوالي پر ضد یو احتجاجي لاریون ترسره شو.

 

دا لاریون د ښار له بېلابېلو لارو تېر شو او وروسته په تاج روډ په یوه ولسي غونډه بدل شو، چې پکې ګڼ شمېر کسانو ګډون درلودل او د خپلو غوښتنو په حق کې یې شعارونه ویل.

 

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ضلعي سکرټر، حاجي جمال اڅکزي، په دې موقع، شال نیوز ته وویل چې د لیویز ځواک په پولیسو کې د ورګډولو له پرېکړې وروسته په سیمه کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي او له حکومته یې غوښتنه وکړه چې دا پرېکړه بېرته واخلي.

 

د همدې ګوند یو بل ضلعي مشر، شېر علي اڅکزي، شال نیوز ته وویل چې له هغه وخت راهیسي، چې د چمن پوله تړلی شوې ده، په سیمه کې بې روزګاري ډېره شوې ده او ډېر خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

 

په لاریون کې یو ګډونوال، کریم خان اڅکزي، هم شال نیوزسره خبرې وکړې. هغه وویل چې په چمن کې د اورګاډي بندېدو د مسافرو ستونزې زیاتې کړې دي او د برېښنا اوږده او نااعلان شوي لوډشیډنګ د خلکو ورځنی ژوند نور هم ستونزمن کړی دی.

 

مظاهرچیانو له حکومته غوښتنه کړې چې زر تر زره دې د دوي غوښتنو ته پام وشي او عملي ګامونه دې پورته کړي. دوي خبرداری ورکړ چې که غوښتنې یې ونه منل شي، نو د احتجاج لړۍ به نوره هم پراخه کړي.