د سوات د کبل تحصیل د پولیس لاین د مرکزي دروازې مخې ته د اګست پر دویمه د شوي ځانمرګي برید د ۱۶ وژل شويو کسانو د جنازې لمونځونه ادا شوي دي. په وژل شويو کې اووه پولیس اهلکار او نهه عام وګړي شامل دي.

 

د اوو پولیس اهلکارو جنازې د اګست پر دویمه شپه په سوات پولیس ټریننګ سنټر کې ادا شوې. په وژل شويو کې اسسټنټ سب انسپکټر هاشم خان، کانسټېبل خالد خان، کانسټېبل عثمان غني، کانسټېبل امین الله، کانسټېبل وطن خان، کانسټېبل مکرم خان او کانسټېبل حسین خان شامل دي.

په جنازو کې د سي ټي ډي اضافي ای جي جواد قمر، د ملاکنډ کمېشنر مسعود احمد، د سوات ډپټي کمېشنر سلیم جان مروت، د سوات ډي پي او محمد عمر خان، د صوبايي کابینې غړي ډاکټر امجد او د پولیسو، ملکي ادارو او پوځ یو شمېر چارواکو ګډون کړی و. د پولیسو چمتو دستې سلامي وړاندې کړه او وروسته د وژل شويو مړي د تدفین لپاره خپلو پلرنیو کلیو ته ولېږدول شول.

 

بل لور ته، د برید د عامو وژل شويو کسانو جنازې هم په خپلو کلیوالو سیمو کې وشوې. د مرچکو کلي اوسېدونکی فیاض نواب، چې د خپلو ګڼو خوېندو یوازینی ورور و، د سهار په لسو بجو خاورو ته وسپارل شو. د هغه د تره زوی اویس خان هم په مرچکو کې خاورو ته وسپارل شو.

د امیرزیب زوی ډاکټر معاذ خان، چې د پنځو خوېندو یوازینی ورور و، د سهار په نهو بجو خاورو ته وسپارل شو. د ثناالله، سدیس خان، ولي الله، اعتبار ګل، ګلاب‌زوی او نوسي د جنازو لمونځونه هم په خپلو سیمو کې ادا شول.

 

د پېښې وروسته په کبل تحصیل کې د جمعې تر ورځې د ویر اعلان شوی دی. کبل بازار په بشپړه توګه تړلی پاتې دی، او د سوات قامي جرګې د جمعې په ورځ د احتجاج اعلان هم کړی دی.