پولیس وایي، د هنګو ضلعې د ټل تاڼې د دلن په سیمه کې مخ پټو وسلوالو د یوبی ایل بانک پر څانګه برید کړی او د بانک مشر وسیم افریدي او د پیسو کارکوونکی علاءالدین یې له ځان سره تښتولي دي.
د پولیسو په وینا، وسلوال بانک ته ورننوتل، د څار کمرې او برېښنايي نظام ته یې زیان ورساوه او د پیسو پر خونې یې هم ډزې وکړې. وروسته یې وسیم افریدي او علاءالدین، چې د ستر دلن اوسېدونکی دی، په زور له ځان سره بوتلل.
پولیس وایي، وسله وال تښتول شوي کسان د چپړۍ وزیرانو خواته بیولي دي. له پېښې وروسته پولیسو، امنیتي ځواکونو او نورو قانون پلي کوونکو ادارو په سیمه کې د لټون عملیات پیل کړي دي. د سیمې چغه پارټۍ هم د وسلوالو په لټون کې له پولیسو سره مرسته کوي.
بلې خوا ته، د چپړۍ وزیرانو په سیمه کې نوې ډهنډ کلا د چاودېدونکو توکو په وسیله والوزول شوه. پولیس وایي، دا کلا فېډرل کنسټبلرۍ څو ورځې مخکې خالي کړې وه، نو ځکه پکې د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.
د ټل اېس ډي پي او امجد حسین ویلي، پولیسو د بانک د برید او وسلوالو پر ضد هڅې پیل کړې دي او د تښتول شوو کسانو د خوندي راخوشې کولو لپاره لټون روان دی.


علي افضل افضال