کوهاټ : د جمله بالمیک هندو کمیونټۍ خیبر پښتونخوا هارون سرب دیال په متفقه توګه د خپلې ټولنې صوبايي صدر ټاکلی دی. د ټولنې د اطلاعاتو او نشریاتو څانګې ،د اګست په ۲مه، په یو بیان کې ویلي دي، چې د صوبايي مشورتي غونډې مقصد د ټولنې پر ټولنیزو او قانوني ستونزو، ائیني حقونو او صوبايي تنظیم سلا مشوره وه.
د بیان له مخې، په غونډه کې د خیبر پښتونخوا د بېلابېلو ضلعو سرپنچانو، د بالمیک سبها مشرانو، پنډتانو، مذهبي پوهانو، وکیلانو، ټولنیزو کارکوونکو، حکومتي افسرانو، استادانو، سوداګرو او د ځوانانو استازو ګډون کړی و.
په غونډه کې د قانوني خوندیتوب، قانوني بدلونونو، ټولنیز ګډون او د ټولنې د ښېګړې په چارو خبرې وشوې او په پای کې هارون سرب دیال په یو غږ وټاکل شو.
د ټولنې په وینا، هارون سرب دیال د بشري حقونو، د بېلابېلو مذهبونو ترمنځ د همغږۍ او د اقلیتونو د ائیني حقونو په برخه کې پېژندل شوی فعال دی. بیان کې ویل شوي دي چې هغه د پاکستان کونسل اف ورلډ ریلجنز بنسټیز غړی، د اقلیتي حقونو لپاره د ملي لابي پلاوي مخکښ غړی او د پاکستان هندو مندر مینجمنټ کمېټۍ غړی هم دی.
د غونډې په پای کې پنډتانو او مذهبي مشرانو د هندو مذهبي او کلتوري دودونو او د پښتنو د روایت له مخې نوموړي ته تلک ولګاوه، د ګلونو هارونه یې ور واچول او پګړۍ یې ور په سر کړه. په دستوره کې مذهبي سندرې او بهجنونه هم وویل شول او د پاکستان د ټولو خلکو د امن، برابرۍ او خوشحالۍ دعا وشوه.
له دې وروسته نوي منتخب صدر په کوهاټ کې د ټولنې د مشرانو کورونو ته ولاړ او د هغوي دعاوې او مشورې یې واخیستې. هارون سرب دیال غونډې ته په وینا کې وویل: «زه دا ذمه واري په عاجزۍ او عزم منم. د خیبر پښتونخوا بالمیک هندو ټولنه، لکه د پاکستان نورې کمزورې اقلیتي برادریانې، د قانوني خوندیتوب، نوم ليکنې، زده کړو او برابر موقعو په برخه کې له بنسټیزو تشو سره مخ ده. زموږ اولنۍ ذمه واري به دا وي چې دا تشې د خبرو، قانون جوړونې او ولسي هلو ځلو له لارې ډکې کړو.»
نوموړي د ټولې صوبې د رابطې مهم او د صوبايي کابینې د جوړولو اعلان هم کړی دی. د هغه په وینا، دې چارې کې به د ځوانانو او ښځو مشرتابه، د زېږون او ودونو نوم ليکنه، شناختي کارډونو او د میراث حقونو ته اسانه قانوني لاسرسی، له صوبايي حکومت، د اسمبلۍ غړو، د بشري حقونو ملي کمېشن او نړېوالو ادارو سره د قانوني اصلاحاتو لپاره خبرې، او د زده کړو او رسنیو له لارې د مذهبونو ترمنځ همغږي ته لومړیتوب ورکول کېږي.
په بیان کې له خیبر پښتونخوا حکومته غوښتل شوي چې د پاکستان د ایین ۹، ۱۰، ۲۰، ۲۵، ۲۷ او ۳۶مې مادې په بشپړه توګه عملي کړي. له وفاقي حکومته او پارلېمانه هم غوښتنه شوې چې د اقلیتي برادریو شخصي قانونونه او د خوندیتوب نظام ژر عملي کړي.
دغه تنظیم ملي او نړېوالو بشري حقونو ادارو، د ملګرو ملتونو ادارو، سفارتي مشنونو او مدني ټولنې ته هم اپیل کړی چې د کمزورو اقلیتي ټولنو د حقونو او پیاوړتیا لپاره فني او اخلاقي مرسته وکړي.
د ټولنې په وینا، د پاکستان تنوع د هېواد قوت دی او د کمزورو برادریو خوندیتوب یوازې ائیني ذمه واري نه، بلکې د قامي یووالي، ټولنیزې همغږۍ او دوامدار پرمختګ لپاره هم اړین دی.


شال نیوز