خوست : د افغانستان د پکتیا ولایت د والي ملا مهرالله حماد په مشرۍ یو پلاوي خوست ته د سفر پر مهال د خوست له والي الحاج مولوي عبدالرحمن حقاني او یو شمېر طالب رئیسانو سره د ادارو ترمنځ د همغږۍ په اړه غونډه کړې ده.

 

د خوست ولایت مقام مطبوعاتي دفتر ،د اګست د ۲مې، په خبرپاڼه کې ویلي، دغه غونډه د طالبانو د مشر د حکم له مخې د ادارو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا، د تجربو د شریکولو او د چارو د ښه تنظیم په موخه جوړه شوې وه.

 

په غونډه کې د ولسي ستونزو پر وخت حل، د امنیت ټینګښت، د طالبانو د مشر د فرمانونو او احکامو عملي کول او د «۱۷م نمبر فرمان» د بشپړ تطبیق په اړه خبرې وشوې.

 

خبرپاڼه کې د یاد فرمان د منځپانګې په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.