کابل : د کابل امنیه قومنداني ویلي دي، چې د ښار په اتمه امنیتي حوزه کې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې اووه وسله ‌وال غله وژل شوي دي. د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي دي، چې نښته ،د اګست په لومړۍ، د شپې شاوخوا ۹ بجې د ستانکزي بلاکونو په سیمه کې شوې ده.

 

د هغه په وینا، د لومړنیو معلوماتو له مخې، اووه واړه کسان د امنیتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې وژل شوي دي. امنیه قومندانۍ تر اوسه د امنیتي ځواکونو یا عامو خلکو د مرګ‌ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي. د وژل شویو کسانو پېژندګلوي هم نه ده څرګنده شوې او چارواکي وايي، د پېښې په اړه پلټنې روانې دي