د بلوچستان سرحدي ښار چمن، چې زیاتره د سوداګرۍ لپاره پېژندل کېږي، اوس د یوې نوې اختراع له امله هم د خلکو پام ځان ته اړولی دی.
د ښار ځايي هنرمندانو داسې “دیسي کولر” جوړ کړی دې، چې په کمه بیه او لږې برېښنا سره په سخته ګرمۍ کې هم د یخوالي اغېزمن حل بلل کېږي.
دا کولرونه هغه وخت رامنځته شول، کله چې په سیمه کې د برېښنا لوډشیډنګ او د وسایلو لوړې بیې د خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کړ. ځايي کاریګرو د محدودو وسایلو په کارولو سره داسې کولر جوړ کړ، چې اوس نه یوازې په چمن، بلکې د پاکستان په نورو سیمو کې هم کارول کېږي.
د ګرمۍ پر وړاندې ساده خو اغېزمن حل
د دې کولر جوړښت ډېر ساده دی، خو کارکردګي یې اغېزمنه ده. په دې کې د واښو (شالۍ) کارول کېږي، چې پرلهپسې پرې اوبه بهېږي او هوا د همدې طبیعي بهیر له لارې یخیږي. ځايي خلک وايي، چې دا کولرونه د ۴۰ نه تر ۵۰ درجو پورې ګرمۍ کې هم ښه نتیجه ورکوي.

کم مصرف او د سولر اسانتیا
په دې کولرونو کې د ۱۲ ولټه ډي سي پکی کارول کېږي، چې له امله یې دا په اسانۍ سره د سولر پلیټ یا وړو بیټریو سره هم چلېدای شي. دا ځانګړنه هغه کورنیو ته ډېره ګټه رسوي، چې د برېښنا له کمښت سره مخ دي.
ارزانه بیه، پراخ بازار
د دې کولر بیه له درې زرو نه تر لس زرو روپیو پورې ده، چې د کارګرې او منځنۍ طبقې لپاره د اخیستلو وړ ګرځېدلې ده. همدارنګه، د اوسپنې او پلاستیک څخه جوړښت یې دا نور هم پیاوړی او دوامدار کړی دی.
ځايي هنر، لوی پیغام
کارپوهان وايي، دا اختراع ښيي چې څنګه د اړتیا له امله ساده خو اغېزمن حلونه رامنځته کېدای شي. په داسې حال کې چې د ګرمۍ شدت زیاتېږي او د “هیټ سټروک” پېښې هم ډېریږي، دا ډول ارزانه حلونه د خلکو لپاره ډېر مهم بلل کېږي.
د چمن د هنرمندانو دا نوښت یوازې یو کولر نه، بلکې د دې خبرې ژوندی ثبوت دی چې که هوډ او فکر وي، نو له محدودو وسایلو هم د خلکو د ژوند د اسانتیا لارې موندل کېدای شي.

نعيم اچکزئي