لوغات اتڼ د رزمک او وزیرستان یو پخوانی ولسي او کلتوري دود دی، چې پکې اتڼ، سندرې، فی‌البدیه شاعري او حاضرځوابي یو ځای کېږي. په دې ځانګړي محفل کې شاعران یا د ګډونوالو ډلې یو بل ته په وزیري لهجه کې منظومې مصرعې، ټپې او طنزیه خبرې وړاندې کوي. مقابل لوری باید سمدستي په شعر کې ځواب ورکړي، په داسې حال کې چې اتڼچیان د ډول په تال ګډ اتڼ کوي. په وزیرستاني دود کې د لوغات مانا یوازې قاموسي کلمه نه ده، بلکې د ولسي شاعرۍ، ژبني مهارت او منظومې مقابلې هغه بڼه ده چې له نسلونو راهیسې د سیمې په کلتوري محفلونو کې ژوندۍ پاتې شوې ده۔ . د شال نیوز خبریال ظفر وزیر په رزمک کې د لوغات اتڼ دې دودیزې مېلې ته ورغلی او د شعر، موسیقۍ، حاضرځوابۍ او وزیرستاني اتڼ له دغه رنګین محفل څخه یې دا ویډیويي راپور جوړ کړی دی۔