سوات : د سوات مشهور ټک ټاکر بخت رحمان او د هغه ورور نصیب رحمان ،د اګست په لومړۍ، د پولیسو له خوا ونیول شول او وروسته زندان ته ولېږل شول.

 

د پولیسو په وینا، د دواړو پر ضد د خلکو له شکایتونو وروسته مقدمه ثبت شوې ده. پولیس وایي، چې دواړو پر ټک ټاک لایو کې د نامناسبو الفاظو او محتوا د خپرولو له امله قانوني اقدام شوی دی. د بخت رحمان او د هغه د ورور پر ضد د پولیسو په مدعیت مقدمه درج شوې او نورې قانوني چارې روانې دي.

 

بخت رحمان د سوات له مشهورو ټک ټاکرانو څخه دی او پر ټک ټاک یې په لکونو مینه وال دي. د هغه ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې ډېرې لیدل کېږي.

 

بلخوا، د ټولنیزو رسنیو ګڼ کاروونکي وایي، چې ځینې کسان د خپلو فالورز او ویوګانو د زیاتولو لپاره د بخت رحمان له ناپوهۍ ناسمه ګټه اخلي او له هغه سره ویډیوګانې جوړوي.