سوات : د سوات ولسي پاڅون اعلان کړی دی چې په سیمه کې د امن، سوکالۍ او خوندي راتلونکي لپاره به سبا، د اګست په ۲مه، احتجاجي مظاهره کوي. د تنظیم له خوا په خپاره شوي اعلان کې ویل شوي دي، چې احتجاج به د اتوار په ورځ مازیګر څلور بجې د کبل په چوک کې ترسره کېږي.
سوات اولسي پاڅون له خلکو غوښتنه کړې ده چې په لوي شمېر احتجاج ته ورشي او د ترهګرۍ پر ضد او د تلپاتې امن لپاره خپل غږ پورته کړي. د احتجاج تنظیموونکي وايي، چې امن د سیمې د خلکو اساسي حق دی او ولس نور د ناامنۍ، وېرې او بدامنۍ حالات نه شي زغملی.
تمه ده چې په احتجاج کې د سوات له بېلابېلو سیمو څخه ولسي خلک، سیاسي او ټولنیز فعالان، قامي مشران او د مدني ټولنې استازي ګډون وکړي.


عصمت علي اخون