بدخشان : د افغانستان د بدخشان ولایت په یفتل پایین ولسوالۍ کې د ځايي خلکو او طالب ځواکونو ترمنځ د تاوتریخوالي له امله لږ تر لږه ۱۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده؛ خو طالب چارواکو د مرګ ژوبلې او د یوې ښځې د تالاشۍ راپورونه رد کړي دي.
ځايي سرچینې وایي، چې احتجاج ،د اګست په لومړۍ، وروسته له هغه پېل شو چې طالب ځواکونو د یفتل پایین په بازار کې د یوې ښځې د بدني تالاشۍ هڅه وکړه او د سیمې خلکو یې پر ضد غبرګون وښود.
د سرچینو په وینا، لسګونه کسان د ولسوالۍ په مرکز کې راټول شول او د پېښې پر ضد یې احتجاج وکړ، خو وروسته د احتجاج کوونکو او طالب ځواکونو ترمنځ شخړه او ډزې وشوې.
سرچینې دعوه کوي چې په ډزو کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي یا ټپیان شوي، خو تر دې دمه په کره توګه نه ده روښانه شوې چې په وژل شویو او ټپیانو کې څومره عام خلک او څومره طالب سرتېري شامل دي.
له سیمې په خپرو شویو ویډیوګانو کې د ډزو غږونه اورېدل کېږي او یو شمېر ټپیان د خلکو له خوا له سیمې لېږدول کېږي؛ خو د ویډیوګانو د ثبت کره وخت او د ټولو دعوو خپلواکه پخلی لا نه دی شوی.
طالب چارواکو بیا ویلي دي، چې په یفتل پایین کې نه کومه ښځه تالاشي شوې او نه هم د احتجاج پر مهال خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. هغوي د ځايي سرچینو راپورونه ناسم بللي دي.
د سیمې اوسېدونکي دعوه کوي چې په تېرو څو اونیو کې په یفتل پایین کې د طالب ځواکونو شمېر زیات شوی، کور په کور پلټنې شوې او یو شمېر کسان نیول شوي دي.
تر اوسه د بدخشان روغتیايي چارواکو، روغتونونو او خپلواکو ادارو د وژل شویو او ټپیانو رسمي شمېر نه دی خپور کړی؛ له همدې امله د ۱۰ کسانو د مرګ ژوبلې دعوه لا خپلواکه نه ده تایید شوې.


شال نیوز