چارسده / شبقدر : د پاکستان د پخواني وزیراعظم عمران خان خور ،علیمه خان، د جولایۍ په ۳۱مه، د چارسدې په شبقدر کې یوې ولسي غونډې ته په وینا کې وویل، چې د خیبر پښتونخوا د خلکو جوش او جذبه دا باور ورکوي چې عمران خان به زر له زندانه خوشی شي.
علیمه خان، چې د عمران خان د خوشي کولو لپاره یې په خیبر پښتونخوا کې ولسي سفر پېل کړی، په شبقدر کې راټولو شویو خلکو ته وویل: «ستاسې دا جوش او جذبه چې وینم، موږ ته باور راکوي چې عمران خان به ډېر زر بهر راشي، ان شاءالله.»
په سیمه کې د شال نیوز خبریالان وايي، چې د شبقدر او چارسدې په غونډو کې ګڼ خلک راټول شوي وو او د عمران خان د خوشي کولو په ملاتړ یې شعارونه ورکول. علیمه خان په خپله وینا کې په ځانګړي ډول ځوانانو ته وویل چې د هېواد راتلونکی د هغوي په لاس کې دی او باید د خپلو حقونو لپاره د مبارزې مشري وکړي.
هغې وویل: «ځوانان تاسې یئ، راتلونکی ستاسې دی؛ تاسې ګام پورته کړئ، مشران به درپسې روان شي.»
نوموړې پر واکمن نظام نیوکه وکړه او تور یې پورې کړ چې په پاکستان کې هر څوک چې د خپلو حقونو لپاره غږ پورته کوي، هغه ته یا د غدارۍ او یا د ترهګرۍ نوم ورکول کېږي.
علیمه خان وویل: «قابضې ډلې نږدې ټول پاکستانیان یا ترهګر بللي او یا یې غداران ګڼلي دي. داسې څوک نه دي پاتې چې د خپل حق لپاره غږ پورته کړي او هغوي ورته د غدار یا ترهګر نوم ورنه کړي.»
هغې د بلوچستان، خیبر پښتونخوا د سرحدي سیمو او د پاکستان تر واک لاندې کشمیر یادونه وکړه او ویې ویل، چې په دغو سیمو کې د خلکو د حقونو غوښتنې د امنیتي تورونو په وسیله ځپل کېږي.
علیمه خان وویل، چې د بلوچستان خلک غداران بلل کېږي، د سرحدي سیمو اوسېدونکو ته د ترهګرۍ تورونه لګول کېږي او په کشمیر کې احتجاج کوونکي له هند سره د اړیکو په تور بدنامېږي. هغې زیاته کړه چې په دغو سیمو کې خلک قربانۍ ورکوي، خو له فشارونو او مرګ ژوبلې سره سره پر خپلو غوښتنو ولاړ دي.
د شال نیوز د خبریالانو په وینا، د شبقدر له غونډې وروسته علیمه خان د چارسدې نورو سیمو ته هم ورغله، چرته چې د تحریک انصاف پلویانو د عمران خان د خوشي کولو غوښتنه وکړه. په چارسده کې ځینو ګډونوالو له تحریک انصاف څخه وغوښتل چې د عمران خان د خوشي کولو لپاره یو څرګند او منظم احتجاجي پلان اعلان کړي.
علیمه خان تر دې وړاندې د خپل سفر په ترڅ کې پېښور، باجوړ او مومندو ته هم تللې وه او هلته یې د تحریک انصاف له پلویانو، ځوانانو او ځايي مشرانو سره لیدلي وو. په باجوړ کې نوموړې یوې غونډې ته وویل، چې د عمران خان د خوشي کولو لپاره باید خلک خپلمنځي اختلافات یوې خوا ته کړي او په ګډه ولسي مبارزه پر مخ یوسي.
په باجوړ کې د شال نیوز خبریال وايي، چې د علیمه خان غونډې ته ګڼ خلک ورغلي وو او د تحریک انصاف بیرغونه او د عمران خان انځورونه یې له ځان سره لېږدول.
علیمه خان په مومندو کې هم د تحریک انصاف له ځايي مشرانو او کارکوونکو وغوښتل چې شخصي او تنظیمي اختلافات ختم کړي او د عمران خان د خوشي کولو پر یوه ګډ هدف راټول شي. په مومندو کې د شال نیوز خبریال وايي، چې د غونډې ګډونوالو د عمران خان په ملاتړ شعارونه ورکول او له ګوندي مشرانو یې غوښتل چې د احتجاجي تحریک لپاره عملي تګلاره وړاندې کړي.
علیمه خان وویل، چې د عمران خان د خوشي کولو مبارزه باید یوازې د تحریک انصاف د مرکزي مشرانو پر غاړه پرې نه ښودل شي، بلکې عام خلک او په ځانګړي ډول ځوانان باید پکې فعاله ونډه واخلي. د علیمه خان د خیبر پښتونخوا په سفر کې پېښور، باجوړ، مومند، شبقدر او چارسده شامل وو، چې په بېلابېلو ځایونو کې ورته د تحریک انصاف پلویان راټول شوي وو.
علیمه خان وویل، چې د عمران خان د خوشي کولو لپاره به ولسي مبارزه دوام لري او خلک باید د سوله ییز او منظم احتجاج لپاره چمتو پاتې شي.
د حکومت او اړوندو دولتي ادارو له خوا د علیمه خان د دغو تورونو په اړه تر اوسه کوم تفصیلي غبرګون نه دی خپور شوی.


ریاض الحق