کرم: د وسلې د قاچاق هڅه ناکمه ګړی شوې ده

د کرم ضلع نه د شال نیوز خبریال ،مصطفی خان، د خبر مطابق، پوليس وايي چې د وسلې د قاچاق يوه هڅه يې ناکامه کړې ده.

 

د پوليسو په وينا، له صدې نه د غوزګړي سرحدي سيمي ته روان يو موټر ودرول شو چې تر تلاشي وروسته ترې ۸۰ تمانچې او ۲۶۴۰ مرمۍ ترلاسه شوې.

 

پوليس زياتوي چې په دې تور کې يو تن سعيدالله مقبل په ځای نيول شوی او د نورو پلټنو لپاره نامعلوم ځای ته لېږدول شوی دی. د کرم د پوليسو مشر فلک نواز بنګش ويلي، د وسلې د قاچاق او ناامنۍ پر ضد عمليات به دوام لري.

 

باجوړ: د پولیسو پوست الوځول شوی دی
د باجوړ نه د شال نیوز خبریال ،حسبان الله راپور ورکړی، چې د ماموند سيمي کمرسر کې د پوليسو يوه خالي پوسته د چاودېدونکو موادو په وسیله الوځول شوې ده.

 

پوليس وايي دغه پوست له تېر جولای راهيسي د عملياتو وروسته خالي پرېښودل شوی و. د باجوړ د پوليسو مشر خالد خان د پېښې پخلی کړی دی.