د شمالي وزیرستان د میرام شاه د دتهخېلو مشرانو په یوه خبري غونډه کې اعلان وکړ چې د ۲۰۱۴ کال د ضرب عضب عملیاتو وروسته د بازار د ویجاړېدو په تړاو ټول پخواني شکایتونه او اعتراضونه بېرته اخلي. د مشرانو په وینا، د اوږدو سلا مشورو وروسته ټول اختلافات هوار شوي او اوس باید حکومت د مستحقو کسانو د تاوانونو ورکړه ژر تر ژره بشپړه کړي. دوی همداراز له خېبر پښتونخوا حکومت، د پاکستان وفاقي حکومت، د بنو ډویژن کمشنر او د شمالي وزیرستان ضلعي انتظامیې وغوښتل چې د پخوانیو دوسیو د تړلو ترڅنګ د معاوضو پر وړاندې موجود ټول اداري او قانوني خنډونه لرې کړي.


صفدر داوړ