د شمالي وزيرستان د پوليسو مشر سجاد حسين په خپل دفتر کې د شخړو د هوارولو شورا (ډي آر سي) له غړو سره ليدنه کړې ده. په دې ناسته کې د هيډکوارټر ډي اېس پي سيد جلال وزير هم موجود و او مېلمنو ته يې هرکلی وویل.
د پوليسو د بيان له مخې، په دې ليدنه کې د شورا د کار، روانو قضيو او عمومي فعاليتونو په اړه تفصيلي معلومات وړاندې شول. سجاد حسين وويل، دا شورا په ټولنه کې د امن، انصاف او زغم د ودې لپاره مهم رول لوبوي او خلکو ته په کور وره چټک او باعزته انصاف ورکوي.
خو دا دعوې په داسې وخت کې کېږي چې په قبایلي ضلعو کې د دغسې شوراګانو د شفافيت، قانوني حيثيت او د پرېکړو د عملي کېدو په اړه پوښتنې هم راپورته کېږي. لا دا روښانه نه ده چې د دې شورا پرېکړې تر کوم قانون لاندې کېږي او که نه، نو د اپيل او څار کوم منظم نظام شته که نه.
د پوليسو مشر زياته کړه چې دا شورا د دوديزي جرګې يو منظم بديل دی او پوليس به د خلکو د ستونزو د حل لپاره خپل تعاون جاري ساتي. خو ځيني شنونکي وايي، که روڼتيا او حساب ورکونه پکې يقيني نه شي، نو دا نظام د انصاف پر ځای د ځينو کمزورو خلکو لپاره ستونزې هم پيدا کولی شي.
د ناستې پر مهال د شورا غړو خپلې ستونزې او تجربې هم شريکې کړې او دواړو خواوو د لا ښه رابطې او همکارۍ هوکړه وکړه. پوليسو ټينګار وکړ چې ټولې پرېکړې دې په بې پرېتوب، شفافيت او اهليت ولاړې وي، څو د خلکو باور نور هم مضبوط شي.

صفدر داوړ