واشنګټن : د رویټرز خبري اژانس ،د جولایۍ په ۲۹مه، راپور ورکړی دی چې په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو جګپوړي قوماندان سرتېرو ته خبرداری ورکړی، چې پر انټرنېټ خپرېدونکې د موبایل ټیلیفون ویډیوګانې ایران ته د امریکايي پوځي اډو په نښه کولو کې مرسته کولی شي.

 

سرچینو رویټرز ته ویلي دي، چې امکان شته چې په سیمه کې ځینو مېشتو امریکايي سرتېرو ته ډېر زر امر وشي چې خپل موبایل ټیلیفونونه چارواکو ته وسپاري.

 

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ یا سنټکام مشر ،جنرال براډ کوپر، خپلو ځواکونو ته په یوه لیک کې ویلي دي، چې ایران د خبرونو او د خبریالانو د پیغامونو په څارلو سره، چې د امریکايي سرتېرو غبرګونونه، عکسونه او د موبایل ویډیوګانې پکې خپرېږي، په ژوندۍ او شېبه په شېبه توګه د خپلو بریدونو د بریا یا ناکامۍ ارزونه کوي.

 

جنرال کوپر له امریکايي ځواکونو غوښتي دي چې د پوځي عملیاتو د معلوماتو خوندي ساتلو ته لا ډېره پاملرنه وکړي.

 

دا خبرداری وروسته له هغې ورکړل شوی چې روانه میاشت پر انټرنېټ یوه ویډیو خپره شوه. په دې ویډیو کې یو امریکايي پوځي د اردن پر «موفق السلطي» هوايي اډې د ایران د مرګوني برید پر مهال د سرتېرو د پناه‌ ځایونو پر لور د منډو وهلو صحنې ثبت کړې وې. دغه برید د جولایۍ پر ۱۷مه شوی و.

 

رویټرز وايي، چې داسې ښکاري چې جنرال کوپر په خپل لیک کې همدې ویډیو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې دا ویډیو د مېټا شرکت په ځیرکو عینکو ثبت شوې وه.