هند : د هند د لوېدیځ بنګال ایالت پولیسو د یوه پخواني دولتي بس چلوونکي له کوره ۲۸ نیم کروړه هندي روپۍ نغدې او ۱۵ کیلوګرامه سره زر ترلاسه کړي دي. د دغو پیسو ارزښت شاوخوا ۳ اعشاریه ۲ میلیونه امریکايي ډالرو ته رسېږي، په داسې حال کې چې د سرو زرو ارزښت نږدې ۲۱ نیم کروړه هندي روپۍ ښودل شوی دی.

 

پولیس وايي، دا نغدې پیسې او سره زر یې ،د جولایۍ په ۳۰مه، د لوېدیځ بنګال د بیربوم ضلعې د دیوچا کلي د اوسېدونکي ،منار موندل، له دوه پوړیز کور څخه ترلاسه کړي دي. د پولیسو په وینا، له کوره د یوه ـ یوه کیلوګرام وزن لرونکي ۱۴ د سرو زرو خښتې او د سل ـ سل ګرامه وزن لس بسکټونه ترلاسه شوي دي.

 

نغدې پیسې په بوجیو او دوو لویو صندوقونو کې ساتل شوې وې. د پیسو اندازه دومره زیاته وه چې پولیسو د شمېرلو لپاره پنځه ماشینونه وکارول او د شمېرنې بهیر څو ساعته روان و.

 

منار موندل پخوا د شمالي بنګال د دولتي ترانسپورټ ادارې د بس چلوونکی و، خو وروسته یې د ډبرو د کانونو او سوداګرۍ له کاروبار سره کار پېل کړی و. پولیس وايي، منار موندل د تښتېدلي سوداګر ،تولو موندل، اوښی او د هغه د کاروبار مدیر هم و. پر تولو موندل د ناقانونه کان کیندنې، د ډبرو د کاروبار او د دولتي عوایدو د غلا تورونه لګېدلي دي.

 

پولیسو منار موندل نیولی او د هغه زوې یې هم د پلټنو لپاره له ځان سره بیولی دی. د پولیسو په وینا، نیول شوي کس په لومړنیو پوښتنو کې دعوه کړې ده چې ترلاسه شوې پیسې او سره زر د تولو موندل او د هغه له کاروباري شبکې سره تړاو لري.

 

چارواکي اوس پلټنې کوي چې دغه شتمني له کومه شوې، په دې کې د ناقانونه کان کیندنې او د دولتي عوایدو د غلا پیسې شاملې دي او که نه. پولیس د تولو موندل د نیولو او د نورو پټو پیسو د موندلو هڅې هم کوي.