پښتونخوا ملي عوامي ګوند اعلان کړی دې چې سبا، د اپرېل په ۲۴مه، د جمعې په ورځ به په چمن کې احتجاجي لاریون او ولسي غونډه کوي.
د ګوند د اعلان له مخې، دا احتجاج د چمن پر پوله د پرله پسې بندیز، د بېروزګارۍ د زیاتوالي، د تعلیمي نظام د خرابېدو، د پولیسو د نظام د ناکامۍ، او د یو شمېر ستونزو پر ضد ترسره کېږي.
د معلوماتو له مخې، احتجاجي لاریون به د ضلعې سېکرټري حاجي جمال اچکزي په مشرۍ د سهار په اته نيمو بجو له تاج روډه پېل شي. لاریون به د ښار له بازارونو تېریږي او بیا به بېرته پر تاج روډ په احتجاجي غونډه بدل شي، چې مشران او نور ویناوال به پکې ویناګانې کوي.

نعيم اچکزئي