نیمروز : د افغانستان د نیمروز ولایت د طالبانو د والي ویاند، عبدالمتوکل توحیدي، وايي چې د هغو ۱۴ افغان ځوانانو مړي د دې ولایت د «لالو شګو» په سیمه کې موندل شوي دي، چې ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال په دښته کې ورک شوي وو.
د نوموړي په وینا، څو ورځې وړاندې د همدې پېښې اړوند د پنځو نورو کسانو مړي هم موندل شوي وو، چې له دې سره د دغې پېښې د قربانیانو شمېر ۱۹ تنو ته رسېدلی دی. چارواکي وايي، چې دغو کسانو غوښتل د نیمروز له لارې د انسانانو د قاچاقبرو په مرسته ایران ته واوړي، خو په پراخه دښته کې له لارې بې لارې شول او د سختې ګرمۍ، تندې او د اوبو د نشتوالي له امله یې ژوند له لاسه ورکړ.
تر دې مخکې د نیمروز سیمه ییزو چارواکو هم د دغو کسانو د ورکېدو خبر تایید کړی و او ویلي یې وو چې د هغوي د موندلو لپاره پلټنې روانې دي.
بلخوا، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د انسانانو د قاچاق پر ضد مبارزه دوام لري او هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې افغان وګړي د قاچاق ښکار کړي. د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع رسنیو ته ویلي دي، چې د ګاونډیو هېوادونو له چارواکو سره هم د افغانانو د ناقانونه لېږد د مخنیوي لپاره عملي اقدامات شوي دي.
نیمروز د افغانستان له هغو مهمو لارو څخه دی چې هر کال زرګونه افغانان د اقتصادي ستونزو، بېکارۍ او د ښه ژوند د موندلو په هیله د قاچاقبرو په مرسته له همدې لارې ایران ته د اوښتو هڅه کوي. خو د دښتو سختې هوا، د اوبو کمښت او د لارې ورکېدل هر کال د لسګونو کسانو ژوند اخلي او دا لار یې د سیمې له تر ټولو خطرناکو ناقانونه کډوالۍ لارو څخه ګرځولې ده.


شال نیوز