چارواکي وايي، د بلوچستان د چاغي ضلعې د دالبندين نه شاوخوا ۱۲۰ کيلوميټره لرې د «دريګون» په سيمه کې د کان کيندنې پر يوې کمپنۍ وسله والو بريد کړی دی، چې له امله يې د يو بهرني برمه کوونکي په ګډون ۱۰ کارکوونکي وژل شوي او ۳ نور ټپيان دي.
د امنيتي سرچينو په وينا، دا پېښه د زيارت او پنجشنبې ترمنځ د شپې رامنځته شوې ده. بريد کوونکو د کمپنۍ پر کارکوونکو ډزې کړي او د کار ځيني ماشينونه يې هم سوځولي دي.
چارواکي زياتوي، د وژل شويو جسدونه او ټپيان د درملنې او قانوني چارو لپاره د دالبندين روغتون ته لېږدول شوي دي.
عيني شاهدان وايي، بريد کوونکو له ځان سره يو بهرنی کس هم وړی، خو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
امنيتي سرچينې وايي، ځواکونو سيمه کلابنده کړې او د لټون عمليات پېل شوي دي. بلخوا د کمپنۍ مسوولين وايي، هڅه کوي چې د خپلو کارکوونکو امنيت نور هم ټينګ کړي.
تر اوسه د دې بريد مسووليت کومې ډلې نه دی منلی.

نعيم اچکزئي