کوټه : د بلوچستان د کوټې ښار ته نږدې د سورنج د سکرو په کان کې د ګاز چاودنې او د کان نړېدو له امله د مړو شویو کان کیندونکو شمېر ۱۱ ته رسېدلی، په داسې حال کې چې د ژغورنې ډلې لا هم هڅه کوي هغو کارګرانو ته ورسېږي چې لا هم د کان دننه بند پاتې دي.
د بلوچستان د کانونو او معدنیاتو وزیر، میر شعیب نوشېرواني، ویلي دي چې ،د جولایۍ په ۳۰مه، د پېښې له رامنځته کېدو سمدستي وروسته د ژغورنې عملیات پېل شول او د صوبې حکومت یې هره شېبه څاري. د هغه په وینا، د ژغورنې ډلې له سختو شرایطو سره سره د کان دننه د ملبې پاکولو، د هوا ایستلو او د بند پاتې کارګرانو ته د لارې پرانیستلو هڅې کوي.
د چارواکو په وینا، پېښه د سورنج په سیمه کې د سردار عثمان په لیز کې هغه مهال رامنځته شوه چې له ۲۵ زیات کان کیندونکي د کان دننه په کار بوخت وو. لومړنیو معلوماتو ښودلې چې د ګاز راټولېدو له امله چاودنه وشوه او وروسته د کان یوه برخه ونړېده، چې له امله یې کارګران تر خاورو لاندې بند پاتې شول.
د ژغورنې په لومړیو پړاوونو کې درې کارګران ژوندي راویستل شوي وو، خو وروسته د لټون پر مهال د ۱۱ کان کیندونکو جسدونه وموندل شول. چارواکي وايي، چې د نورو بند پاتې کسانو د ژوندي موندلو لپاره عملیات لا هم دوام لري، خو د کان دننه سخت وضعیت د ژغورنې بهیر ستونزمن کړی دی.
میر شعیب نوشېرواني ویلي دي، چې د بلوچستان حکومت د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره ولاړ دی او د هر وژل شوي کان کیندونکي کورنۍ ته به پنځه لکه پاکستانۍ روپۍ، او هر ټپي ته به درې لکه روپۍ د مرستې په توګه ورکړل شي. نوموړي دا هم ویلي دي چې د پېښې د علتونو د معلومولو لپاره به هر اړخیزې پلټنې وشي او د سکرو په کانونو کې به د خوندیتوب مقررات له سره وارزول شي، څو په راتلونکې کې د دې ډول پېښو مخه ونیول شي.
د بلوچستان د سکرو په کانونو کې د خوندیتوب کمزوري تدابیر له کلونو راهیسې د اندېښنې وړ موضوع بلل کېږي او د کارګرانو اتحادیې په وار وار د سختو خوندیتوب معیارونو د پلي کېدو غوښتنه کوي.


نعيم اچکزئي