سوات : د خیبر پښتونخوا په سوات ضلعه کې ،د جولایۍ په ۳۰مه، د ښځو د وژنې دوه جلا پېښې ثبت شوې دي چې په یوه کې یوه ۲۴ کلنه ټک ټاکره او په بله کې د کورني تاوتریخوالي له امله یوه ۲۵ کلنه ښځه وژل شوې ده.
د پولیسو په وینا، د بر سوات د مټې تحصیل په بیدره سیمه کې د شاهي ملک لور نبیله بي بي، چې ۲۴ کلنه وه او په دې وروستیو کې په خوازه خېله کې اوسېدله، د ډزو په یوه پېښه کې وژل شوې ده.
پولیس وايي، چې نبیله بي بي پر ټولنیزو رسنیو د ټک ټاکرې په توګه هم پېژندل کېده. د پولیسو د لومړنیو معلوماتو له مخې، پر نوموړې د ډزو تور د هغې پر پخواني مېړه عیسیٰ خان او عمر باچا، د مټې د سر بانډې اوسېدونکي، پورې شوی دی.
پولیس وايي، چې د ډزو له امله نبیله بي بي په هماغه ځای کې ژوند له لاسه ورکړی او د پېښې په اړه یې پلټنې پېل کړې دي.
په یوه بله پېښه کې د سوات د ګلي باغ عالم ګنج په سیمه کې یوه ۲۵ کلنه ښځه د کورني تاوتریخوالي او ناچاقۍ په تړاو وژل شوې ده.
د پولیسو په وینا، دغه ښځه شاوخوا اووه کاله وړاندې واده شوې وه او یوه لور یې هم لرله. پولیس وايي، ښځه له وهلو ټکولو وروسته وژل شوې ده.
پولیسو د پېښې په تړاو د مقتولې د مېړه او خسر پر ضد مقدمه ثبت کړې، خو تر اوسه د دغو پېښو د عاملینو د نیول کېدو په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.
دواړه پېښې په داسې حال کې شوې دي چې په پاکستان کې د ښځو پر وړاندې د کورني تاوتریخوالي او وژنو په اړه د بشري حقونو ادارې په وار وار د جدي اندېښنې څرګندونه کوي.


عصمت علي اخون