د تیراه چارواکي وايي چې د پاینده چيني په سيمه کې په يوې ديني مدرسې اسماني برېښنا لوېدلې ده، چې له امله يې ۱۸ زده کوونکې ټپيانې شوې دي۔

 

د ژغورنې ادارې ريسکيو ۱۱۲۲ په وينا، د پېښې له خبر ترلاسه کېدو سره سم طبي ډلې سيمي ته ورسېدې او ټپي شوو نجونو ته يې لومړنۍ طبي مرستې ورکړې او وروسته یې د درملنې لپاره ډوګره روغتون ته ولېږلې.

 

چارواکي زياتوي، د ټپي شوو نجونو عمرونه د ۱۲ او ۱۶ کلونو ترمنځ دي او د ټولو روغتيايي حالت له خطره بهر ښودل شوی دی۔ 

 

بل خوا د باړې چوک ته نږدې د سټیلو په يو کارخانه کې د چاودنې له امله دوه مزدوران ټپیان شوي دي۔ 

 

د ریسکیو سرچینو په وینا، په ټپیانو کې محمد رمضان او محمد فاروق شامل دي. د پېښې له خبرتیا سره سم، د ریسکیو ۱۱۲۲ طبي ټیم سمدستي د پېښې ځای ته ورسېد او ټپيان یې روغتون ته يوړل۔