فراه : د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، چې د فراه ولایت د فراه رود ولسوالۍ په عبدالله خېل او تپه سعادت کلیو کې د څښاک اوبو د دوو شبکو د جوړولو چارې روانې دي.

 

د وزارت لخوا ،د جولایۍ په ۳۰مه، ویل شوي دي، چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي چارو مرستیال محمد ارسلاح خروټي او ورسره پلاوي د دغو پروژو د کار بهیر وڅاره. ویل شوي دي، چې د دواړو پروژو ټول لګښت ۹.۱ میلیونه افغانۍ دی.

 

د دغو شبکو په چوکاټ کې د ۱۰۰ او ۱۳۰ مترو په ژوروالي دوه څاګانې کیندل کېږي، د ۲۰ او ۴۵ مکعب مترو په ظرفیت د اوبو دوه زېرمې جوړېږي، د اوبو نلکې او د لمریزې برېښنا تختې هم نصبېږي.

 

د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، چې د پروژو د عملي کېدو پر مهال لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او د بشپړېدو وروسته به د عبدالله خېل او تپه سعادت د کلیو ۴۳۴ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.