د بنو د ساینس او ټېکنالوژۍ پوهنتون د الایډ هېلت ساینسز انسټیټیوټ او د بینور هسپتال ترمنځ د مفاهمت یوه رسمي هوکړه شوې ده، چې مقصد یې د طبي زده کړو او عملي تربیې په برخه کې همکاري زیاتول دي۔
چارواکي وايي، دا هوکړه خاص د راډیالوجۍ او پتهالوجۍ په شعبو کې ده، چې د هغې له مخې به زده کوونکي په یو فعال طبي ماحول کې عملي تجربه او د تحقیق موقعې تر لاسه کړي۔ د دوي په وینا، دا به زده کوونکو سره مرسته وکړي چې د ناروغیو د تشخیص او علاج په نوو طریقو ځان پوه کړي۔
دا هوکړه د پوهنتون وائس چانسلر ،پروفېسر ډاکټر محمد جهانزیب خان، او د بینور هسپتال چیف میډیکل افسر ،ډاکټر محمد رؤف، لخوا لاسلیک شوې ده۔ په دې موقع د الایډ هېلت ساینسز انسټیټیوټ ډایرېکټر، ډاکټر سهرون خان درانی، هم موجود و۔
د پوهنتون چارواکي وايي، دا قسمه همکارۍ کولی شي د سیمي د صحت شعبې لپاره تربیه شوي کسان تیار کړي او د طبي تعلیم معیار نور هم لوړ کړي۔
دواړو ادارو هیله څرګنده کړې چې په راتلونکي کې به دا همکاري نورو شعبو ته هم وغځول شي، څو د تعلیم او صحت ترمنځ اړیکه نوره هم مضبوطه شي۔

غلام اکبر مروت