واشنګټن / تهران / مسقط : د امریکا او ایران ترمنځ د لنډمهالي ارامۍ او ډیپلوماټیکو هڅو له څو ورځو وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ پوځي کړکېچ یو ځل بیا زیات شوی او د اوربند د ټینګېدو هیلې کمزورې شوې دي.

 

امریکايي چارواکي وایي، چې ایران ،د جولایۍ په ۲۹مه، د امریکايي ځواکونو پر هدفونو توغندیز برید کړی، خو د امریکا پوځ دعوه کوي چې د هوايي دفاع سیستمونو برید شنډ کړی او ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.

 

له دې وروسته، امریکا د هغو وسله ‌والو ډلو پر مرکزونو هوايي بریدونه کړي چې واشنګټن یې د ایران له ملاتړه برخمنې بولي. د امریکا د پوځ په وینا، دغه عملیات د خپلو ځواکونو او سیمه ‌ییزو متحدینو د ساتنې لپاره ترسره شوي دي.

 

په همدې حال کې د عمان په منځګړیتوب د کړکېچ د کمولو هڅې هم دوام لري، خو تر اوسه کومه وروستۍ هوکړه نه ده شوې. راپورونه وایي، چې د هرمز تنګي د امنیت، د ایران د اټومي پروګرام او د اوربند د دوام په اړه خبرې لا هم روانې دي، خو مهم اختلافات پر خپل ځای پاتې دي.

 

شنونکي وایي، چې وروستي پوځي پرمختګونه د ډیپلوماټیکو هڅو پر راتلونکي سیوری اچوي او د سیمې د امنیت په اړه اندېښنې یې یو ځل بیا زیاتې کړې دي. همدارنګه د هرمز تنګي د امنیت په اړه اندېښنو د نړیوالو انرژۍ بازارونو پام هم ځان ته اړولی دی.

 

تر اوسه د امریکا او ایران ترمنځ نه رسمي او دایمي اوربند اعلان شوی او نه هم کومه وروستۍ سیاسي یا اټومي هوکړه شوې ده. دواړه لوري وایي چې د خبرو دروازه لا هم پرانیستې ده، خو د وروستیو پوځي نښتو له امله د کړکېچ د لا پراخېدو احتمال لا هم شته.