هنګو : د هنګو د خزینه بانډه په سیمه کې د وسله والو پر ضد د پولیسو او امنیتي ځواکونو عملیات لا هم روان دي، او چارواکي وایي چې په نښتو کې د ډي ایس پي ،دیار خان، په ګډون درې پولیس سرتیري وژل شوی او لږ تر لږه ۱۸ نور ټپیان دي.
د ضلعې د مرکزي روغتون (ډي اېچ کیو) مشر ډاکټر حلیم الرحمان ویلي، نور اووه ټپي پولیس هم روغتون ته راوړل شوي، چې ورسره د ټپي پولیسو ټول شمېر ۱۸ ته لوړ شوی دی. نوموړي زیاته کړې چې د ټولو ټپیانو درملنه روانه ده.

د هنګو د پولیسو مشر (ډي پي او) طارق حبیب ویلي دي، چې د پولیسو او امنیتي ځواکونو ګډ عملیات لا هم دوام لري. د هغه په وینا، تر اوسه په ځوابي عملیاتو کې پنځه وسلوال وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
چارواکي وایي، د سیمې د پاکولو لپاره عملیات روان دي او تر بشپړې تصفیې به دوام ولري. تر اوسه د وسلوالو د مرګ ژوبلې په اړه د پولیسو د دعوې خپلواک تایید نه دی شوی. بلخوا، د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) وسله والې ډلې د برید مسولیت منلی دی خو د خپلې ډلې د مرګ ژوبلې په اړه یې تفصیل ندی ویلی.


علي افضل افضال