پېښور : د پېښور ډایوسس تر انتظام لاندې مستحقو مسیحي ماشومانو د پخواني بشپ ،همفري سرفراز پیټرز، د واک پر مهال په بهرنیو تعلیمي مرستو کې د مبینه بې نظمۍ پر ضد احتجاج کړی او د مرستو د شفاف استعمال غوښتنه یې کړې ده.
د پېښور پريس کلب ودانۍ مخې ته ،د جولايۍ په ۲۹مه، شوي احتجاج کې کډون والو غوښتنه کړې چې د نړیوالو تعلیمي فنډونو بشپړه پلټنه دې وشي او هغه مرستې چې د بې وزلو مسیحي ماشومانو د تعلیم لپاره ځانګړې شوې وې، دې مستحقو زده کوونکو ته ورسول شي.
د مظاهرې ګډونوالو وویل چې په پېښور کې ګڼ شمېر مسیحي کورنۍ له سختو مالي ستونزو سره مخ دي او د خپلو ماشومانو د تعلیم لګښتونه نه شي پوره کولی. د دوي په وینا، د بارناباس فنډ په څېر نړیوال بنسټونه د مسیحي ماشومانو د زده کړو لپاره د فیسونو او کتابونو په برخه کې مرسته کوي، خو دغه مرستې د اړتیا وړ ماشومانو ته نه دي رسېدلي.
مظاهرچیانو تور ولګاوه چې د پخواني بشپ همفري سرفراز پیټرز په دور کې دغه تعلیمي مرستې په سمه توګه نه دي کارول شوې چې له امله یې د ډېرو ماشومانو تعلیم اغېزمن شوی دی. د اغېزمنو کورنیو استازو وویل چې زموږ ماشومان د تعلیم حق غواړي. موږ د دې فنډونو د بشپړې پلټنې او مستحقو ماشومانو ته د بېړنۍ تعلیمي مرستې د ورکولو غوښتنه کوو.
تر اوسه د پخواني بشپ همفري سرفراز پیټرز یا د پېښور ډایوسس له لوري د دې تورونو په اړه کوم رسمي بیان نه دی خپور شوی.


سلمان یوسفزی