باړه/جمرود : د خیبر ضلعې په باړې او جمرود کې د پخوانیو قبایلي سیمو (فاټا او پاټا) لپاره د وفاقي حکومت له خوا د فیډرل بورډ آف ریوینیو (ایف بي ار) د ټیکس نظام د نافذولو پر ضد سوداګرو احتجاجونه کړي دي.

 

په باړه کې ،د جولایۍ په ۲۹مه، د سوداګرو په بلنه بشپړه شټرډاون هړتال شوی او مرکزي بازار تړل شوی دی. همداراز، د انجمن تاجران باړې تر سیوري لاندې پرلت هم روان دی، چې پکې د سیمې یو شمېر پخوانیو منتخب استازو، سیاسي او ټولنیزو مشرانو، د ډاکټرانو د ټولنې استازو او ګڼ شمېر سوداګرو ګډون کړی و.

 

احتجاج کوونکو د ایف بي ار له لارې د ټیکس نظام پر نافذېدو اعتراض وکړ او ویې ویل، چې د قبایلي ضلعو اقتصادي او سوداګریز وضعیت ته له پام پرته د ټیکسونو لګول به د ځايي سوداګرو ستونزې نورې هم زیاتې کړي. هغوي له حکومته وغوښتل چې د پخوانیو فاټا او پاټا ځانګړی اقتصادي او قانوني وضعیت په پام کې ونیسي او د ټیکس پالیسۍ بیاکتنه وکړي.

 

د احتجاج له امله د باړې مرکزي بازار تړلی دی او سوداګریز فعالیتونه دریدلي دي. د پرلت ګډونوالو غوښتنه وکړه چې حکومت دې د سوداګرو اندېښنې جدي ونیسي او د خبرو اترو له لارې دې د ستونزې حل ولټوي.

 

بلخوا، په جمرود کې هم د جمرود بازار د انجمن تاجران او د برف انډسټریز ایسوسی ایشن له خوا د ایف بي ار د ټیکس نظام او د دوي په وینا، د “سختو مالي پالیسیو” پر ضد احتجاجي لاریون ترسره شو. د سوداګرو مشرانو وویل، چې که د قبایلي سیمو لپاره د ټیکس معافیت بېرته پر ځای نه شي، نو احتجاجونه به نور هم پراخ کړي او د شټرډاون هړتال اعلان به هم وکړي.

 

دا احتجاجونه په داسې حال کې روان دي چې د پخوانیو قبایلي سیمو په بېلابېلو ضلعو کې سوداګر د وفاقي حکومت له خوا د ټیکس نظام د نافذولو پر ضد له تېرو څو ورځو راهیسې احتجاجونه کوي.