د پولیسو سرچینو شال نیوز ته وویل، چې د پاړاچنار د پېواړ د ځنګلونو په تور ډنډ سیمه کې د ماین چاودنې پېښه رامنځته شوې ده، چې لا امله یې یو تن سخت ټپي شوی دی او یوه پښه یې پرې شوې ده.

 

پولیسو شال ته زیاته کړه، چې په یوه کچه لاره کې ښخ شوی ماین د محمد حسین په نوم په یو ځايي کس هغه مهال وچاودېد، کله چې هغه له سیمي تېرېده.

 

پولیسو وویل، چې د پېښې پلټنې یې پېل کړي دي، خو تر اوسه دا نه ده څرګنده شوې چې ماین چا ایښی و.

 

دا په داسې حال کې ده چې د خېبر پښتونخوا د قبایلي ضلعو خلک وايي، د ناچاودو ماینونو خطر لا هم د ورځني ژوند یوه جدي ستونزه پاتې ده.

 

 

په کرم، خیبر، شمالي او جنوبي وزیرستان، باجوړ، مومند او اورکزي ضلعو کې د تېرو کلونو وسله‌ والو شخړو او پوځي عملیاتو وروسته لا هم ګڼې سیمي د ماینونو او ناچاودو چاودېدونکو توکو له خطر سره مخ دي. ځايي خلک وايي، کروندګر، شپانه او ماشومان تر ټولو زیات د دغو پېښو ښکار کیږي.

 

د بشري مرستو ادارو او د ځايي سرچینو د معلوماتو له مخې، په تېرو لسو کلونو کې په دغو قبایلي ضلعو کې د ماینونو او ناچاودو توکو له امله له ۲۰۰ څخه زیات کسان وژلی شوي او له ۱۱۰۰ څخه ډېر نور ټپیان یا د تل لپاره معذور شوي دي، چې ډېری یې خپلې پښې او لاسونه له لاسه ورکړي دي. خو خپلواکې سرچیني وايي چې د ضلعو په کچه کره شمېرې نه دي ثبت شوي، ځکه ډېرې پېښې په لرو پرتو سیمو کې نه راپور ګيږي.

 

قبایلي مشر ملک سید اصغر په سیمه کې د ماینونو پر دوامداره پېښو اندېښنه ښودلې او غوښتنه یې کړې ده چې حکومت دې د سیمي د پاکولو لپاره بېړني او عملي ګامونه پورته کړي.

 

د نړیوالو بشري قوانینو له مخې، هر هغه لوري، که دولتي ځواکونه وي او که ناقانونه وسلوالې ډلې، چې په ملکي سیمو کې ماینونه ښخوي او یا یې بې له پاکولو پرېږدي، او له امله یې ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي، دا عمل د جګړې له اصولو سرغړونه بلل کیږي او د جګړې د جرم په توګه ارزول کېدی شي.

 

د سیمي خلک او د بشري حقونو فعالان وايي، تر هغو چې د ماینونو پاکولو، د خطر په اړه د عامه پوهاوي او د قربانیانو د بیا رغونې لپاره جدي او منظم ګامونه وانخیستل شي، دا ستونزه به د راتلونکو کلونو لپاره هم د خلکو ژوند ته ګواښ پېښوي.