د مشال راډیو د فعالیتونو له بندېدو وروسته، د خبریالۍ په ډګر کې د تشې د ډکولو لپاره نوې خبري اداره شال نیوز پرانیستل شوه.

 

شال نیوز به د قبایلي سیمو، خیبر پښتونخوا، بلوچستان او د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو اولس ته کره او پر حقایقو ولاړ خبرونه، راپورونه او شننې وړاندې کوي.

 

د ادارې مسوولین وایي، شال نیوز د دې لپاره جوړ شوی چې د اولس غږ ژوندی وساتي او هاغه موضوعات راپور کړي چې د خلکو له ورځني ژوند سره تړاو لري.

 

د ادارې د مسوولینو زياته کړه، شال نیوز به د خبریالۍ نړیوال اصول په پام کې نیسي او د خپلواکې، مسوولې او بې طرفه رسنۍ په توګه به فعالیت کوي.

 

شال نيوز په داسې حال کې خپل فعاليت پېل کوي چې د شپاړلس کلنې پښتو ادارې مشال راډيو خپل نشريات وتړل. د شال نيوز په پاڼه به اولس د مشال راډيو نامتو او تجربه کاره خبريالان لیدلی شي، چې ډېر زر به دغه پېژندل شوي خبریالان د نوې ادارې له لارې خپل مسلکي کارونه بیا پیل کړي.

 

له دې وروسته به لوستونکي، اورېدونکي او لیدونکي وکولای شي چې د خپلو سیمو تازه خبرونه او شننې د شال نیوز پر وېبپاڼه او ټولنیزو شبکو پاڼو تعقیب کړي.

 

شال نیوز له خپلو ټولو لوستونکو او لیدونکو څخه غوښتنه کړې چې د دې نوې رسنۍ ملاتړ وکړي او د باور وړ معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره ورسره پاتې شي.