د خېبر پښتونخوا د کرم ضلعې په مینځنۍ کرم کې امنیتي ځواکونو د لټون عملیات ترسره کړي دي، چې چارواکي وایي پکې ګڼ مشکوک کسان نیولی شوي دي۔
د ضلعې د پولیسو مشر (ډي پي او) ملک حبیب خان په وینا، دا عملیات د حورمانه، لکۍ کلي او شاوخوا سیمو کې پولیسو، کرم ملیشې او ایف سي په ګډه ترسره کړل۔ هغه وویل، امنیتي ځواکونو سیمه له څلورو خواوو محاصره کړه او کور په کور یې تلاشي ترسره کړه.

پولیس وایي، د عملیاتو پر مهال نیول شوي کسان د لا زیاتو پلټنو لپاره تاڼې ته لېږدول شوي دي، خو چارواکو د نیول شویو کسانو کره شمېر او د هغوي پر ضد د تورونو په اړه نور تفصیل نه دی ورکړی۔
چارواکي وایي، دا ډول هدفي عملیات به په سیمه کې دوام ولري څو د جرمونو مخه ونیول شي او د خلکو ژوند خوندي شي۔ د ډي پي او ملک حبیب خان په وینا، “پولیس به هېڅ چا ته اجازه ور نه کړي چې د سیمي امن خراب کړي۔”

ځايي سرچیني وایي، په دې وروستیو کې په مینځنۍ کرم کې امنیتي تدابیر زیات شوي دي، خو د سیمي دایمي امن لا هم د خلکو یوه مهمه غوښتنه ده۔

علي افضل افضال