خیبر : په پخوانۍ فاټا او پاټا کې د نوو ټېکسونو د لګولو پر ضد د سوداګرو په غوښتنه ،د جولایۍ په ۲۹مه، په خیبر ضلعه کې بشپړ شټرډاون شوی او ټول لوي بازارونه تړلي دي. د احتجاج پر مهال د لنډي کوتل، جمرود، باړې، تیرا او سخي پُل په ګډون د ضلعې په بېلابېلو سیمو کې دوکانونه او سوداګریز مرکزونه بند دي، چې له امله یې سوداګریز فعالیتونه په ټپه ولاړ دي.
د سوداګرو مشرانو ویلي دي، چې په قبایلي سیمو کې د امن خراب وضعیت، د روزګار کموالی او د کاروبارونو د کمزورۍ له امله د نوو ټېکسونو لګول د منلو وړ نه دي. هغوي له وفاقي حکومت څخه غوښتنه کړې چې پر پخوانۍ فاټا او پاټا لګول شوي ټېکسونه دې سمدستي بېرته واخلي او د قبایلي سیمو خلکو ته دې د ټېکسونو پر ځای ځانګړې اسانتیاوې او اقتصادي ریلیف ورکړل شي.
د سوداګرو په وینا، قبایلي ولس له اوږدې مودې راهیسې د امن، روزګار او د کاروبار لپاره د مناسبو شرایطو غوښتنه کوي، خو حکومت د اسانتیاوو برابرولو پر ځای پرې نوي مالي بارونه اچوي. سوداګرو خبرداری ورکړی دی چې که حکومت د ټېکسونو پرېکړه بېرته وانخلي، نو احتجاج به نورو قبایلي ضلعو او لویو ښارونو ته هم وغځول شي.


امان علي شینواری