کابل : د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) په خپل تازه درې میاشتني راپور کې ویلي دي، چې د روان کال د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه د جون تر ۳۰مې پورې طالبانو لږ تر لږه ۱۳۷ کسان، چې ۱۱۲ نارینه او ۲۵ ښځې پکې شاملې دي، په دُرو وهلي دي.
د جولایۍ په ۲۸مه، د خپور شوي راپور له مخې، که څه هم د دغو بدني سزاوو رسمي اعلانونه د پخوا په پرتله کم شوي دي، خو لا هم د دُرو وهلو یو شمېر سزاوې د خلکو په وړاندې په عام محضر کې عملي کېږي.
یوناما ویلي دي، چې په همدې موده کې طالبانو درې خبریالان هم نیولي او د لږ تر لږه نهو رسنیو پر وړاندې یې بېلابېل محدودوونکي اقدامات کړي دي. د راپور له مخې، د لونګ راډیو ښوونیز پروګرامونه درول شوي، د بامیان راډیو فعالیت په لنډمهاله توګه ځنډول شوی او د راه فردا ټلوېزیون هم موقتاً تړل شوی و، چې وروسته بیا ورته د فعالیت اجازه ورکړل شوه.
راپور زیاتوي، چې په همدې موده کې په کندهار او غزني ولایتونو کې لږ تر لږه اووه راډیویي سټېشنونو د اړینو جوازونو د نه لرلو له امله خپل فعالیتونه بند کړي دي.
یوناما ویلي دي، چې د رسنیو پر ازادۍ، د خبریالانو پر فعالیتونو او د عامه سزاوو دوام د افغانستان د بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو په اړه د اندېښنې وړ موضوعات پاتې دي.


شال نیوز