پېښور : د خیبر پښتونخوا د نهو غره ختونکو یوې ډلې د هندوکش د غرونو په لړۍ کې د «تهلو زوم» په نوم شپږ زره او پنځوس متره لوړه څوکه په بریالیتوب سره سر کړې ده. چارواکي وایي، دا د صوبې د غره ختنې په تاریخ کې یوه مهمه لاسته راوړنه ده او تمه ده چې د غرنیو سیلونو او غره ختنې لپاره به د سیمې ارزښت نور هم زیات کړي.
د خیبر پښتونخوا د سیلګرۍ ادارې ،د جولایۍ په ۲۸مه، ویلي دي، چې دغه مہم د جولایۍ په ۹مه پېل شوی و. غره ختونکي د کمراټ او چترال له سختو غرنیو لارو، یخچالونو، ژورو درزونو او واورینو څوکو له تېرېدو وروسته د جولایۍ په ۱۷مه د «تهلو زوم» سر ته ورسېدل او هلته یې د پاکستان ملي بیرغ ورپاوه.
د ادارې په وینا، «تهلو زوم» د هندوکش د هغو څوکو له ډلې ده چې ختنه یې لوړې تجربې، تخنیکي مهارت او ښه بدني چمتووالي ته اړتیا لري. د لارې په سختو برخو کې غره ختونکو د یخ د نیولو ځانګړي وسایل کارولي او وروستۍ څوکه یې د شاوخوا اته ساعته پرله پسې ختنې وروسته سر کړې ده.
په دې مہم کې د سوات، پېښور، نوښار، چارسدې، بشام او چترال نه نهه غره ختونکي شامل وو. د مہم ګډونوالو ویلي دي، چې د سختې یخنۍ، د اکسیجن د کمښت او ستونزمنو لارو باوجود یې خپل هدف ترلاسه کړ.
د سیلګرۍ سلاکار ملک عدیل اقبال د دې بریا مبارکي ورکړې او ویلي یې دي چې د خیبر پښتونخوا ځوانانو یو مهم تاریخي ګام پورته کړی دی. د هغه په وینا، صوبایي حکومت د غره ختنې او غرنیو سیلونو د ودې لپاره عملي ګامونه پورته کوي او هڅه کوي چې نړیوال غره ختونکي هم دې سیمې ته راجلب کړي.
غره ختونکو د خیبر پښتونخوا د سیلګرۍ ادارې له تخنیکي ملاتړ مننه کړې او ویلي یې دي چې دا بریا به په صوبه کې د غره ختنې نوی باب پرانیزي او نور ځوانان به هم دې برخې ته وهڅوي.
هندوکش د نړۍ له مهمو غرنیو لړیو څخه ده او د پاکستان په شمال کې یې ګڼې لوړې څوکې لا هم د غره ختونکو لپاره ستره ننګونه ګڼل کېږي. د سیاحت پوهان وایي، چې که په دغو سیمو کې د ژغورنې اسانتیاوې، روزنه او بنسټیز خدمات لا پیاوړي شي، نو خیبر پښتونخوا کولی شي د غره ختنې او طبیعي سیاحت په نړیواله کچه لا مهم ځای خپل کړي.


سلمان یوسفزی