پېښور : د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر، په پېښور او ټوله خیبر پښتونخوا کې هم نن ،د جولایۍ ۲۸مه، د هیپاټایټس یا زیړي رنځ نړیواله ورځ د پوهاوي پروګرامونو، وړیا معایناتو او د مخنیوي کمپاینونو سره لمانځل کېږي. د روغتیا نړیوال سازمان سږکال د دې ورځې لپاره د هغو خنډونو پر لرې کولو ټینګار کړی چې خلک د معاینې، تشخیص او درملنې له خدماتو بې برخې کوي.

 

روغتیاپالان وایي، چې هیپاټایټس د ځیګر یوه ویروسي ناروغي ده چې بېلابېل ډولونه لري، خو په پاکستان کې تر ټولو ډېرې اندېښنې د هیپاټایټس “بي” او “سي” په اړه دي. دا دواړه ویروسونه تر ډېره د ککړو ستنو، غیر محفوظې وینې، د غاښونو او جراحي وسایلو د ناسم تعقیم او ځینو نورو لارو انتقالېږي. د ډاکټرانو په وینا، ډېر ناروغان د ناروغۍ په لومړیو پړاوونو کې کومې څرګندې نښې نه لري، له همدې امله وختي معاینه د دې ناروغۍ په پېژندلو او درملنه کې خورا مهمه ده.

 

د لېډي ریډنګ روغتون ډاکټر ظهیرالدین وایي، چې د هیپاټایټس د مخنیوي لپاره باید خلک یوازې له نوو او خوندي ستنو استفاده وکړي، د وینې له انتقال مخکې یې معاینه یقیني کړي او د هیپاټایټس “بي” واکسین ولګوي. د هغه په وینا، که ناروغي پر وخت تشخیص شي، درملنه یې ممکنه ده او د ځیګر د سخت زیان او سرطان خطر هم کمېدی شي.

 

د خیبر پښتونخوا د روغتیا محکمې د ۲۰۲۴م کال د شمېرو له مخې، په صوبه کې د هیپاټایټس “بي” ۲۱ زره او د هیپاټایټس “سي” ۶۳ زره مثبتې پېښې ثبت شوې دي. روغتیايي چارواکي وایي، چې دا شمېرې ښيي چې ناروغي لا هم د عامې روغتیا له مهمو ستونزو څخه ده او د پوهاوي، معاینې او درملنې پروګرامونو پراخولو ته اړتیا شته.

 

د روغتیا نړیوال سازمان د وروستیو معلوماتو له مخې، په نړۍ کې شاوخوا ۲۸۷ میلیونه کسان د مزمن هیپاټایټس “بي” او “سي” له ناروغۍ سره ژوند کوي او هر کال نږدې یو اعشاریه درې میلیونه کسان د دغو ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. د یاد سازمان په وینا، که واکسین، وختي تشخیص او اغېزمنه درملنه پراخه شي، تر ۲۰۳۰م کال پورې د هیپاټایټس له امله د مړینې او ناروغۍ کچه په څرګند ډول راکمېدی شي.

 

روغتیايي کارپوهان ټینګار کوي چې د عامه پوهاوي زیاتول، د واکسین پوښښ پراخول، خوندي طبي خدمات او وختي معاینه د هیپاټایټس د مخنیوي تر ټولو اغېزمنې لارې دي. د دوي په وینا، د دې ناروغۍ پر وړاندې مبارزه یوازې د روغتیايي ادارو نه، بلکې د ټولنې د هر وګړي ګډ مسؤلیت دی.