د سرای نورنګ په افغان کډوال کمپ کې مېشت افغانان وايي، که افغانستان ته ستانه کړل شي، له بې کورۍ، بې وسۍ او نامعلوم برخلیک سره به مخ شي. د دوی په وینا، په افغانستان کې نه د اوسېدو ځای لري او نه داسې څوک چې لاسنیوی یې وکړي. په دې ځانګړي راپور کې د شال نیوز خبریال غلام اکبر مروت د یوه سپین ږیري افغان کډوال حاجي اطلس خان سره مرکه کړې، چې پکې یې د کډوالو د ژوند، اندېښنو او راتلونکي په اړه خپل احساسات او غوښتنې شریکې کړې دي.