خار : د باجوړ د سلارزو تحصيل د قامي مشرانو، سپين ږيرو او مخورو يوه مهمه جرګه د پخواني صوبايي وزير او د صوبايي اسمبلۍ د غړي انور زيب خان په حجره کې شوې، چې پکې د تحصيل د بېلابېلو سيمو او کليو استازو ګډون کړی و.

 

د جرګې په پېل کې د سيمې د امنيتي وضعيت جاج واخيستل شو. ګډونوالو د خپلو سيمو د حالاتو، د خلکو د ستونزو او د امن د ټينګښت لپاره خپل وړانديزونه شريک کړل. مشرانو ټينګار وکړ چې د سلارزو ولس د امن پلوی دی او په خپله سيمه کې به د هر ډول ناامنۍ او ترهګرۍ مخه نيسي.

 

د جرګې ګډونوالو په متفقه توګه پرېکړه وکړه چې هېڅ وسله ‌وال، ترهګر يا بل شکمن کس ته به په سيمه کې پناه يا اسانتيا نه ورکول کېږي. د دوي په وينا، که هر ډول شکمن فعاليت يا د ناپېژندو کسانو تګ راتګ وليدل شي، نو سمدستي به اړوندو ادارو او سيمه ييزو مشرانو ته خبر ورکول کېږي.

 

جرګې دا پرېکړه هم وکړه چې د هر کلي مشران او اوسېدونکي به د خپلو سيمو څارنه کوي، خپلمنځي همغږي به لا پياوړې کوي او د امن د ټينګښت لپاره به په ګډه خپله مسؤليت ادا کوي، څو په سلارزو کې د سولې، ورورولۍ او يووالي فضا خوندي پاتې شي.

 

ګډونوالو يو ځل بيا ژمنه وکړه چې د سلارزي قام به د اتفاق، يووالي او ګډو هڅو له لارې د خپلې سيمې د امن ساتنه کوي او هېڅ داسې عنصر ته به د فعاليت اجازه نه ورکوي چې د سيمې امن ته زيان ورسوي.

 

د جرګې په پای کې پرېکړه وشوه چې ډېر زر به د ټول سلارزي قام يوه لويه او ګډه قامي جرګه راوبلل شي، چې پکې به د ټولو قبيلو مشران، مخور او د بېلابېلو سيمو استازي ګډون وکړي او د امن، پرمختګ، يووالي او د ولسي ستونزو د حل په اړه به مهمې پرېکړې وکړي.