واشنګټن : په امریکا کې تازه نظرپوښتنې ښيي چې د ایران پر ضد د روانې جګړې ولسي ملاتړ په څرګند ډول کم شوی او د امریکایانو ډېره برخه یا د جګړې مخالفت کوي او یا یې د پای ته رسولو غوښتنه لري.
د رویټرز او ایپسوس له خوا ،د جولایۍ په ۲۸مه، خپرې شوې تازه نظرپوښتنه کې یوازې شاوخوا ۳۳ سلنه امریکایانو له جګړې ملاتړ کړی، چې پنځه میاشتې مخکې د جګړې له پیلېدو راهیسې تر ټولو ټیټه کچه بلل شوې ده. په دغه نظرپوښتنه کې ۶۹ سلنه ګډونوالو ویلي دي چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ ولس ته په روښانه توګه نه دي ویلي چې په ایران کې د امریکا د پوځي عملیاتو اصلي موخه څه ده.
نظرپوښتنه ښيي چې حتی د ټرمپ د جمهوري غوښتونکي ګوند په پلویانو کې هم د جګړې د موخو په اړه پوښتنې زیاتې شوې دي. شاوخوا ۴۰ سلنه جمهوري غوښتونکو ویلي دي چې د حکومت تګلاره او هدفونه ورته په بشپړ ډول روښانه نه دي.
تر دې مخکې د اېکانومېسټ او یوګوف په نظرپوښتنه کې ۶۶ سلنه امریکایانو ویلي وو چې حکومت باید له ایران سره زر تر زره یوې هوکړې ته ورسېږي او جګړه پای ته ورسوي. په دې ډله کې ۶۱ سلنه جمهوري غوښتونکي هم شامل وو.
د ګېلپ د جون میاشتې نظرپوښتنې هم ښودلې وه چې یوازې ۳۴ سلنه امریکایانو د ایران پر ضد د امریکا پوځي اقدام منظور کړی و. دغه شمېرې ښيي چې د جګړې ملاتړ له پېل راهیسې د امریکايي ولس د اکثریت تر کچې نه دی رسېدلی.
په یوې بلې نظرپوښتنه کې ۵۲ سلنه امریکایانو ویلي وو چې د ایران پر ضد پوځي اقدام د امریکا لپاره د ورکړل شوي قیمت ارزښت نه درلود، په داسې حال کې چې یوازې ۲۳ سلنه کسانو جګړه ګټوره بللې وه. د جګړې مخالفین وايي، د امریکايي سرتېرو مرګ ژوبله، د تېلو د بیو لوړوالی، د جګړې مالي لګښتونه او د حکومت د څرګندې تګلارې نشتوالی د ولسي ملاتړ د کمېدو مهم لاملونه دي.
سپینه ماڼۍ بیا ټینګار کوي چې د ایران پر ضد پوځي اقدام د امریکا د ملي امنیت او د تهران د اټومي وړتیاوو د مخنیوي لپاره ضروري دی، خو تازه شمېرې ښيي چې ډېر امریکایان د اوږدې جګړې پر ځای سیاسي خبرې او زر تر زره هوکړه غواړي.


شال نیوز