واڼا : د کوز سویلي وزیرستان د واڼا په لنډي ډوګ کلي کې پر یوه مدرسه د ډرون په مبینه برید کې د مولوي امان‌ الله په نوم یو دیني عالم وژل شوی دی.

 

ځايي خلکو او د وژل شوي کس خپلوانو ویلي دي، چې برید ،د جولایۍ په ۲۸مه، د مولوي عبدالصمد فقیر پر مدرسه شوی او په پېښه کې د هغه زوې مولوي امان الله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

 

د سیمې اوسېدونکي دعوه کوي چې برید د ریاستي ځواکونو له خوا شوی، خو تر اوسه ضلعي انتظامیې، پولیسو او امنیتي چارواکو نه د برید پخلی کړی او نه یې د دې دعوې په اړه کوم رسمي غبرګون ښودلی دی.

 

ځايي خلکو مولوي امان ‌الله بې‌ ګناه بللی او د پېښې د رڼو او بې‌ طرفه پلټنو غوښتنه یې کړې ده. هغوي له منتخب استازو، قامي مشرانو او جرګې هم غوښتي دي چې د ولسي سیمو پر سر د ډرون الوتنو او بریدونو موضوع په صوبايي او قامي اسمبلۍ کې راپورته کړي.

 

د سیمې خلکو غوښتنه کړې ده چې پر ولسي ابادیو، کورونو او مدرسو دې د ډرون له لارې بریدونه سمدستي ودرول شي، د مولوي امان ‌الله د وژل کېدو پلټنې دې وشي او مسؤل کسان دې معلوم کړل شي.

 

شال نیوز هڅه کوي چې د ضلعي انتظامیې، پولیسو او امنیتي چارواکو رسمي دریځ ترلاسه کړي. د هغوي غبرګون به له ترلاسه کېدو وروسته په خبر کې ورزیات شي.