د بلوچستان په سرحدي ښار چمن کې د ضلعي انتظامیې او د یونیسیف په همکارۍ د ځانګړو اړتیاوو لرونکو ماشومانو لپاره یو نوی تعلیمي مرکز پرانیستل شوی، چې چارواکي یې د سیمي لپاره یو مهم ګام بولي.

 

دغه مرکز چې “امید اسپیشل لرننګ سینټر” نومېږي، د جمال ناصر شهید لوبغالي په احاطه کې جوړ شوی دی او هدف یې دا دی چې هغه ماشومان چې د اورېدو او خبرو ستونزې لري، یا نورې ذهني او فزیکي ستونزې لري، د زده کړې له بنسټیزو اسانتیاوو برخمن شي.

 

چارواکي وايي، دا مرکز په داسې سیمه کې جوړ شوی دی چې تر دې مخکې پکې د ځانګړو ماشومانو لپاره ځانګړې تعلیمي اسانتیاوې ډېرې محدودې وې، او زیاتره کورنۍ اړې وې چې خپل ماشومان د زده کړې لپاره لرو ښارونو ته ولیږي.
 

د ښوونې ځانګړې تګلارې
د مرکز د مسوولینو په وینا، دلته د زده کړې لپاره له بصري وسایلو، ډسپلی چارټونو او د اشارو ژبې څخه کار اخیستل کیږي، څو زده کړه د ماشومانو له اړتیاوو سره برابره شي.

 

هغوی زیاتوي چې د دودیزو تدریسي طریقو پر ځای د عملي او بصري زده کړو تمرکز کولی شي د دې ماشومانو د زده کړې بهیر په مثبت توګه اغېزمن کړي.

 

ښوونکی چې خپله هم د اورېدو له ستونزې سره مخ دی

د دې مرکز یوه ځانګړنه دا ده چې یو داسې ښوونکی پکې په دنده ګمارل شوی دی چې خپله د اورېدو او خبرو له ستونزې سره مخ دی. د مرکز اداره وايي، دا کار د ماشومانو لپاره د هڅونې سبب ګرځي، ځکه هغوي کولی شي له داسې کس څخه زده کړه وکړي چې د دوی له ورځنیو ستونزو سره اشنا دی.

 

ټولنیز بدلون او د خلکو غبرګون

د پرانیستې په مراسمو کې ځايي مشرانو، د ټولنې استازو او د زده کوونکو کورنیو ګډون کړی و. ځینو ګډونوالو وویل چې په ټولنه کې ورو ورو دا درک پیدا کیږي چې ځانګړي کسان باید د ټولنې فعال غړي وبلل شي، نه دا چې یوازې د مرستې وړ وګړي وګڼل شي.

 

که څه هم دا مرکز د سیمي لپاره یو مهم پرمختګ ګڼل کېږي، خو ځیني کارپوهان وايي چې د دې ډول پروژو دوام، د ښوونکو روزنه او د کافي وسایلو برابرول به د دې بریا لپاره مهم وي. هغوي زیاتوي چې په لرو پرتو سیمو کې د ځانګړو ماشومانو شمېر زیات دی او اړتیا ده چې ورته نور مرکزونه هم جوړ شي.

 

دا مرکز د هغو کورنیو لپاره یو بدیل برابروي چې مخکې به د خپلو ماشومانو د زده کړې لپاره له اقتصادي او جغرافیایي ستونزو سره مخ وې، خو دا به راتلونکی وخت وښيي چې دا نوښت تر کومه بریده دوامدار او اغېزمن پاتې کیږي.