بدخشان : د افغانستان د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ذبیح الله امیري ،د جولایۍ په ۲۸مه، سهار د ناپېژانده وسله والو په برید کې وژل شوی دی.
د بدخشان د امنیه قومندانۍ ویاند احسان الله کامګار شال نیوز ته د پېښې د تایید ترڅنګ وویل، چې ذبیح الله امیري له خپل کور څخه دفتر ته روان و، چې د فیض اباد - بهارک پر لویه لار د موټرسایکل سپرو وسله والو تر برید لاندې راغی.
د ځايي سرچینو په وینا، امیري په برید کې سخت ټپي شو او وروسته یې ژوند له لاسه ورکړ، خو امنیتي چارواکو تر اوسه د برید د څرنګوالي په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
همدامهال، د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند احسان الله کامګار، ویلي دي چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په رئیس، انجنیر ذبیح الله امیري، د شوي وسله وال برید په تړاو امنیتي ځواکونو یو مشکوک کس وژلی او یو بل یې ژوندی نیولی دی.
امنیتي چارواکي وایي، د پېښې د اصلي لاملونو، د برید د انګېزې او د نورو احتمالي ښکېلو کسانو د معلومولو لپاره پلټنې روانې دي. تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسؤلیت نه دی منلی.


شال نیوز