کابل : د افغانستان د ازادۍ جبهې د سیاسي کمېټۍ مشر، داوود ناجي، د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد هغو څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی چې ویلي یې وو، د طالبانو ځانمرګي بریدګر د دې ډلې د واکمنۍ د دفاع لپاره بشپړ چمتو دي.
ناجي ،د جولایۍ په ۲۷مه، په اېکس کې په خپره کړې اعلامیه کې ویلي دي، چې د طالبانو د ځانمرګو بریدګرو سابقه روښانه ده او دعوه یې وکړه چې هغوي د عادي خلکو، زده کوونکو، ډاکټرانو، نرسانو او د زېږون پر مهال د ښځو او میندو د مرګ ژوبلې لامل شوي، نه دا چې د افغانستان د پخواني پوځ پر وړاندې یې مخامخ جګړې کړې وي.
هغه زیاته کړه: «د ازادۍ جبهې جنګیالي په ایمان او پوهې سره جنګېږي او ستاسو له ناپوهۍاو بزدلۍ خبر دي. دا ګز، دا دی میدان.»
دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې ورځ په کندهار کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال، په بدخشان کې وروستیو نښتو ته په اشارې وویل، چې د طالبانو «فدایان» یا ځانمرګي بریدګر د دې ډلې د واکمنۍ د دفاع لپاره بشپړ چمتووالی لري.
مجاهد په بدخشان کې د نښتو او د یفتل ولسوالۍ د سقوط په اړه خپاره شوي راپورونه «رسنیز تبلیغات» وبلل او ویې ویل: «هېواد د فدایانو په سرښندنو او د ځانونو په قربانیو ازاد شوی او د ساتنې لپاره به یې دوه برابره ډېره قرباني ورکوو.»
طالبان خپلو ځانمرګو بریدګرو ته د «فدایانو» نوم کاروي.
د یادونې وړ ده چې د ازادۍ جبهې د داوود ناجي څرګندونې د هغه شخصي او د جبهې دریځ دی، او طالبانو تر اوسه د نوموړي وروستیو خبرو ته جلا غبرګون نه دی ښودلی.


شال نیوز