اسلام اباد (ای پي): کله چې د کال ۲۰۲۲ په نومبر کې د پاکستان د نوي پوځي مشر په اړه بحثونه روان وو، نو چا ته دا پته نه وه چې د عاصم منیر په نوم دا جنرال به نه یوازې د هیواد په داخل کې د طاقت سرچینه شي، بلکې د امریکا او ایران ترمنځ د روغې جوړې تر ټولو مهم لوبغاړی به هم جوړ شي.

 

عاصم منیر چې نن سبا په پاکستان کې د "فیلډ مارشل" په توګه پېژندل کیږي، د یو داسې منځګړي (میډیاټر) په توګه مخې ته راغلی دی چې هم د واشنګټن او هم د تهران اعتماد ورته حاصل دی.

 

د حافظ قران نه تر فیلډ مارشال پورې سفر
عاصم منیر په کال ۱۹۶۸ کې په د راولپنډۍ په یوې غریبې کورنۍ کې زیږیدلی دی. هغه یو له هغو کمو کسانو څخه دی چې په پوځ کې یې خپل سفر له ډیرې ټیټې کچې نه شورو کړی و. 

د هغه په اړه یوه مشهوره خبره دا ده چې هغه "حافظ قران" دی او په قراني علومو پوره پوهه لري، ځکه خو ورته نن هم ډیر خلک د احترام نه "حافظ صاحب" وایي. هغه د پاکستان په تاریخ کې یوازینی افسر دی چې د پوځ د دواړو غټو استخباراتي ادارو (ISI او MI) مشر پاتې شوی دی.

 

د ډونالډ ټرمپ "خوښه فیلډ مارشل"
نړیوال سیاست ته هغه وخت د عاصم منیر د اهمیت پته ولګیده کله چې د امریکا صدر ډونالډ ټرمپ هغه ته د "زما خوښه فیلډ مارشل" خطاب وکړ. د ټرمپ او منیر ترمنځ دا نږدې والی د دې سبب شو چې پاکستان د ایران او امریکا ترمنځ د یو پل په څیر کار وکړي.

 

د اسوسېټډ پریس د راپور له مخې، تېره اوونۍ په اسلام اباد کې چې د امریکا او ایران د استازو ترمنځ کومې پټې خبرې وشوې، د هغې ټول انتظام عاصم منیر په خپله کړی و. هغه په داسې حال کې د تهران سفر وکړ چې په سیمه کې د جنګ ویره خپره وه، خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر ورته په ډیر تود هرکلي سره دا وښودله چې هغوي پرې پوره باور لري.

 

په هیواد کې دننه د قدرت واګې او نیوکې
که څه هم په نړیواله کچه هغه د امن راوستونکي په توګه ستایل کیږي، خو په هیواد کې دننه په هغه سختې نیوکې هم کیږي. د هغه مخالفین، په خصوصي توګه د عمران خان پلویان، په هغه تور لګوي چې هغه په سیاست کې بې ځایه لاسوهنه کوي او د هیواد عدلیه او میډیا یې تر خپلې ولکې لاندې راوستې ده.

 

کارپوهان وایي چې عاصم منیر د پرویز مشرف نه وروسته د پاکستان تر ټولو طاقتور مشر دی چې نه یوازې پوځي چارې بلکې د هیواد اقتصاد هم کنټرولوي.

 

د خطرونو سره د مخامخ کیدو جرات
عاصم منیر د سختو پریکړو په کولو کې پیژندل کیږي. کله چې ایران په بلوچستان کې برید وکړ یا کله چې هند د کشمیر نه وروسته په پاکستان کې د برید هڅه وکړه، نو منیر هغه تن و چې د ډرون، میزایلو او هوایي قوت په کارولو سره یې سمدستي ځواب ورکړ. د هغه نږدې ملګري وایي چې هغه ډیر سوچ کوي خو کله چې پریکړه وکړي، نو بیا په شا نه ځي او هر څه په خدای سپاري.

 

نن سبا پاکستان په داسې یو مقام ولاړ دی چې د سعودي عرب، امریکا او ایران درې واړو سره د عاصم منیر په وجه ښه تعلقات ساتي. دا لیدل به ډیر خوندور وي چې آیا دغه "فیلډ مارشل" به وکولی شي چې په سیمه کې د جنګ دغه اور مړ کړي او که نه.