واڼا : د کوز سویلي وزیرستان د واڼا تحصیل په کرم کوټ سیمه کې د ډسي خېل او کرمزخېل قبیلو ترمنځ د ځمکې پخوانۍ شخړه یو ځل بیا تاوده شوې، چې له امله یې په سیمه کې ترینګلتیا زیاته شوې او د خونړۍ نښتې اندېښنې راپورته شوې دي.
د کرمزخېل قبیلې مشرانو ،د جولایۍ په ۲۷مه، په یوه خبري غونډه کې د واڼا ښار په پولیسو، د ضلعې په پولیسو او ځینو انتظامي چارواکو د جانبدارۍ تور پورې کړ.
د کرمزخېل مشرانو، ملک میثا جان، ملک اکرام خان، ملک عبدالله، ملک ماویز خان، ملک حیات او ملک جان وویل، چې د لانجمنې ځمکې په اړه له محکمې څخه د کار د بندولو (سټې) حکم ترلاسه شوی، خو د دوي په وینا، د ډسي خېل قبیلې ځینې کسان لا هم په هماغه ځمکه د ودانیو جوړولو او ابادۍ چارې روانې ساتي.
دوي دعوه وکړه چې دغه کار د محکمې له حکم څخه سرغړونه ده او غوښتنه یې وکړه چې حکومت دې د محکمې پر پرېکړه سمدستي عمل وکړي، پر لانجمنه ځمکه دې روانې ودانۍ ودروي او په دې قضیه کې دې بې پرې او د قانون له مخې اقدام وکړي.
د کرمزخېل مشرانو له وفاقي او د خیبر پښتونخوا له حکومت څخه وغوښتل چې په دې شخړه کې بې طرفه رول ولوبوي او د وضعیت د لا خرابېدو مخه ونیسي. دوي خبرداری ورکړ، چې که د محکمې حکم عملي نه شو او وضعیت نور هم خراب شو، نو د هر ډول ځاني او مالي زیان مسؤلیت به د پولیسو او ضلعي انتظامیې پر غاړه وي.
تر اوسه د پولیسو، ضلعي انتظامیې او د ډسي خېل قبیلې له لوري د دغو دعوو په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ورکړل شوی.


ظفر وزير