پاړاچنار : د خیبر پښتونخوا د کرمې ضلعې په ټولو نادرا دفترونو کې د کارکوونکو احتجاج او د دفترونو تړل کېدل ،د جولایۍ په ۲۷مه، یوې اوونۍ ته رسېدلي، چې له امله یې زرګونه خلک د پېژندپاڼو، بایومېټرک او نورو اړینو اسنادو د ترلاسه کولو لپاره له جدي ستونزو سره مخ شوي دي.

 

د نادرا سرچینو په وینا، کارکوونکو د خپلو غوښتنو د منلو لپاره له یوې اوونۍ راهیسې احتجاج پېل کړی او پرېکړه یې کړې ده چې تر هغو به د کرمې ټول نادرا دفترونه تړلي وي، څو غوښتنې یې ونه منل شي.

 

ځايي اوسېدونکو رسنیو ته ویلي دي، چې دوي له تېرې یوې اوونۍ راهیسې هره ورځ د نادرا دفترونو ته ورځي، خو د دفترونو د تړل کېدو له امله بې له کاره بېرته خپلو کورونو ته ستنېږي.

 

د پولیسو د معلوماتو له مخې، دغه احتجاج وروسته له هغې پېل شو چې تېره اوونۍ د منځنۍ کرمې په تریالي سیمه کې له ډوګر څخه د راستنېدونکې نادرا ډلې پر موټر د ناڅرګنده وسله‌ والو ډزې وکړې. په برید کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو د نادرا موټر ته زیان رسېدلی دی.

 

پولیس وايي، د برید پلټنې روانې دي او د بریدګرو د نیولو لپاره هڅې دوام لري.

 

د نادرا چارواکو غوښتنه کړې ده چې په کرمه کې دې د دوي کارکوونکو ته بشپړ امنیت برابر شي، څو وکولی شي خپل خدمات بېرته پیل کړي. بل لور ته، د مجلس وحدت مسلمین پارلماني مشر او د قامي اسمبلۍ غړي انجینر حمید حسین ویلي دي، چې د منځنۍ کرمې پر لور د تلونکې نادرا ډلې لپاره د امنیت نه برابرول د اړوندو ادارو د دندې په ترسره کولو کې جدي غفلت دی.

 

نوموړي زیاته کړه، چې د همدې ډول ناامنۍ او وسله ‌والو بریدونو له امله د پاړاچنار - پېښور مرکزي لویه لاره له نږدې دوو کلونو راهیسې تړلې ده، چې له کبله یې د سیمې سلګونه زره اوسېدونکي له سختو ستونزو او محدودیتونو سره مخ دي.

 

هغه وویل، چې د کرمې خلک نور د ناامنۍ، د لارو د تړل کېدو او د بنسټیزو خدماتو له نشتوالي ستړي شوي او له حکومت څخه غواړي چې د امنیت د ټینګښت او د عامه خدماتو د عادي کېدو لپاره دې بېړني عملي ګامونه پورته کړي.